یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمسوولان: سږکال په ننګرهار کې د مالټو حاصل ۱۹۰۰ ټنه اټکل شوی

مسوولان: سږکال په ننګرهار کې د مالټو حاصل ۱۹۰۰ ټنه اټکل شوی

تاند ( سه شنبه، د قوس ۱۸) د ننګرهار ولایت دکانال شرکت مسوولان وایي، د دې ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو باغونو حاصل سږکال ۱۹ سوه ټنه اټکل شوی دی.

د یاد شرکت ویاند سید همایون غریبمل زیاتوي چې، په دې سره به له پاکستان څخه د مالټو ورادولو تر ډېره مخه ونیول شي.

د مالټو د حاصل د رسېدو پرمهال د هېواد د بېلابیلو ولایتونو څخه نندارچیان ننګرهار ته د مالټو خوراک ته ورځي.

دوی وایي د هر هېواد تر تولید ورته د خپل هېواد تولید غوره دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د ننګرهار کانال اړوند په ۶۱۰ هکټاره ځمکه باندې د مالټو باغونه جوړ شوي او د حاصلاتو د لا زياتوالي په موخه تازه په ۴۳ هکټاره ځمکه باندې د مالټو نوي باغونه هم جوړ شوي دي.

مسوولان وایي کانال ادارې ته پاملرنه او پر وخت د مالټو باغونو ته د سرې او نورو کيمياوي درملو ورکړه د دې سبب شوې چې د مالټو حاصلات زيات شي.

ننګرهار کې د مالټو باغونو مخينه څو لسيزو وړاندې ته رسېږي چې، يو وخت يې حاصلات نورو هېوادونو ته هم صادريدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب