یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسوداګریزه معامله او د ولسي جرګې د وکیل له خوا د یوه...

سوداګریزه معامله او د ولسي جرګې د وکیل له خوا د یوه افغان هندو بندي کول

تاند (سه شنبه د قوس ۱۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کرتارسنګه په نوم یوه هندو هېوادوال ادعا کړې، چې دی د څارنوالۍ پر ځای د ولسي جرګې د یوه وکیل په شخصي زندان کې ۸ شپې او ورځې بندي و.

ښاغلي صالح نن سه شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، یاد کس ادعا کړې چې په یوه سوداګریزه معامله کې د یوې ستونزې سره مخامخ شو، خو ددې پر ځای چې څارنوالۍ ته غوښتل شوی وی، د ولسي جرګې یوه وکیل په خپل شخصي زندان کې اچولی او هلته یې اته شپې او ورځې بند تېر کړی دی.

د نوموړي په وینا چې وروسته بیا موضوع په ولسي جرګه کې د سکانو د یوه وکیل په منځګړیتوب حل او دی له زندان څخه راخوشی شو.

امرالله صالح وایي، دوی له دغه هېوادوال غوښتي چې دا خبره رسمي کړي او په لیکلي توګه یې دوی ته وسپاري ترڅو له ولسي جرګې سره په ګډه په دې اړه قانوني اقدام وکړي.

نوموړی زیاتوي که دغه موضوع رسمي شي دوی به د وکیل نوم هم له ولسي جرګې سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې د وکیلانو په هکله ورته ادعاوې شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو سکانو او هندوانو تر دې وړاندې ویلي چې دوی په روانو ناوړو شرایطو کې د خپلو افغان ورونو ترڅنګ ولاړ دي، قربانۍ یې ورکړي او بیا هم هر ډول قربانیو ته حاضر دي.

خو دغه لګکي په حکومت نیوکه کوي چې تل ورته په کاري چاپېریال کې ستونزې راولاړېږي، تبعیضي چلند ورسره کېږي او د نورو هغو په پرتله یې حقونه خوړل کېږي، آن ملکیتونه یې د زورواکو له خوا لاندې شوي دي.

د افغانستان هندوان اوسکان له سلګونو کلونو راهیسې د دې هېواد تابعیت لري.

په افغانستان کې له ناامنیو مخکې، د هندوانو او سکانو زرګونه کورنۍ په کابل، خوست، کندر، پکتیا، ننګرهار، پروان، کندهار او نورو ولایتونو کې مېشتې وې، خو اوس یې په ټول افغانستان کې د کورنیو شمېر بیخي راکم شوی او دغه افغان هندوان او سکان اکثره یې هندوستان کډه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب