یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعبدالله: سبا چهارشنبه به دوحه کې پر اجنډا جدي بحثونه پیل شي

عبدالله: سبا چهارشنبه به دوحه کې پر اجنډا جدي بحثونه پیل شي

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۸) د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله نن په کابل کې د سولې، رسنیو او مدني ټولنو ملي غونډې په وینا کې وویلي سبا به په دوحه کې د سولې خبری نورې هم جدي شي.

هغه وویلې تېره ورځ افغان مذاکراتي ډلې خبرې درلودې او د اجنډا په اړه یې د یو او بل نظرونه تبادله کول.

عبدالله زیاتوي نن هم افغان مذاکراتي پلاوی پخپلو کې مشورې لري او په خبره یې سبا ته به جدي بحثونه پیل شي.

نوموړي اوربند جدي اړتیا وبلله خو زیاته یې کړه چې، پر دې موضوع هوکړې لپاره به د سولې خبرې اترې وخت واخلي.

عبدالله زیاته کړې ده چې د طالبانو په ګډون ټول لوري د جګړې پای ته رسیدل غواړي او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د اوربند کولو په پرېکړه پیښمان نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې، دوی پر هغو موضوعاتو بحث ته لومړیتوب ورکوي دواړه لوري ډېر اختلاف پرې نلري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب