Homeخبرونهبایډن دفاع وزارت ته متقاعد جنرال لایډ اسټن نومولی

بایډن دفاع وزارت ته متقاعد جنرال لایډ اسټن نومولی

تاند(سې شنبه، د قوس۱۸) د امریکا منتخب ولسمشر غواړي چې د پوځ یو متقاعد جنرال لایډ اسټن دفاع وزیر ونوموي.

که د امریکا سنا جرګې تایید کړ نو اسټن به لومړنی افریقايي الاصله امریکايي وي چې د پنتاګون مشرۍ ته رسېږي.

اسټن په ۱۹۵۳ م کال د امریکا د الاباما په جنوبي ایالت کې زېږېدلی او په ګاونډي ایالت جورجیا کې لوی شوی دی.

ده د امریکا په پوځي اکاډیمۍ کې زده کړې کړي او وروسته یې په بېلابېلو ځایونو کې د قوماندان په توګه دنده په غاړه لرلې تر دې چې په ۲۰۱۶ کال تقاعد شو.

اسټن د بارک اوباما د ولسمشرۍ په موده کې په دې ستایل شوی و چې هم د ملکیانو او هم پوځیانو ښه مدیریت کولی شي خو په ۲۰۱۵ م کال د کانګریس غړیو په دې خاطر پرې سختې نیوکې وکړې چې د سوریې لپاره یې په ۵۰۰ ملیون ډالره جنګیالي ونه روزلی شوای.

امریکايي رسنیو د افغانستان په اړه د ښاغلي اسټن د لیدتوګو په باب څه نه دي ویلي خو د امریکا د پوځ اکثره جګپوړي غړي له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو سره موافق نه دي.

په خپله بایډن یو له لومړنیو کسانو څخه دی چې په افغانستان کې یې د پوځیانو د شمېر د کمېدو پلویتوب کړی خو نوموړي ډېر ټینګار په ټکنالوژۍ کړی دی.

ده د اوباما د ولسمشرۍ په مهال افغانستان ته د لسګونه زره اضافي ځواکونو له استولو سره مخالفت کړی و.

د بایډن په باور یوه یا دوې اډې کافي دي چې له هغه ځایه د پرمختللیو بې پېلوټه الوتکو په وسیله ترهګر سر پورته کولو ته پرې نه ښودل شي او د افغانستان د حکومت ملاتړ وشي.

بایډن په وروستیو کې یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري کافي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...