یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د څارنوال پامیر د قاتلینو په ګډون د اختطاف...

په کابل کې د څارنوال پامیر د قاتلینو په ګډون د اختطاف چیانو ۱۵ کسیزه ډله نیول شوې

تاند (سه شنبه د قوس ۱۸) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د کابل ښار اړوند سیمو کې د بېلا بېلو عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اوولسمې او اتلسمې ناحیو په مربوطاتو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او جعل کارۍ په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه دوه وسلې هم ترلاسه شوې دي.

په ورته مهال امرالله صالح وايي چې امنیتي ځواکونو په کابل د وژل شوي څارنوال پامیر قتل کې د لاس لرونکو په ګډون ۱۵ ترهګر او اختطافچیان نیولي دي.

د نوموړي په خبره یاده ۱۵ کسیزه ډله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پولیسو او ملي امنیت ځواکونو له خوا په کابل کې نیول شوي دي.

څارنوال پامیر د تېرې شنبې په ورځ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند ده عربان سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی و.

تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال د څارنوال پامیر د وژنې په تړاو د درې کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې د څارنوالانو او قاضیانو د امنیت په خاطر یوه طرحه جوړېږي، څو د دوی ژوند خوندي وي.

https://taand.net/%d8%af-%da%85%d8%a7%d8%b1%d9%86%d9%88%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d9%82%d8%a7%d8%b6%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%88%d9%86%d8%af%db%8c%d8%aa%d9%88%d8%a8-%d9%84%d9%be%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب