جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامنیتي چارواکي وايي، د خنجان لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل...

امنیتي چارواکي وايي، د خنجان لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

تاند (یکشنبه د قوس ۱۶) د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو درې ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قومندان ویاند احمد جاوېد بشارت وايي، طالب جنګیالیو نن د دوشي ولسوالۍ په کروه سیمه کې د پولیسو پر پوستو برید وکړ چې حمله یې د پولیسو له خوا شنډه شوه.

د ښاغلي بشارت په وینا په دې نښته کې د خنجان ولسوالۍ لپاره ددې ډلې نومول شوی ولسوال ملا امیر له خپلو درې کسانو سره یو ځای ووژل شو.

نوموړی زیاتوي، دوی تل د لویو لارو په اوږدو کې د سوداګرو مالونه لوټ کړي دي.

احمد جاوېد بشارت وايي، په دغه نښته کې امنيتي سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب