شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد اتو ولایتونو لپاره ښځینه مرستیالانې وټاکل شوې

د اتو ولایتونو لپاره ښځینه مرستیالانې وټاکل شوې

تاند (یکشنبه د قوس ۱۶) د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د اتو ولایتونو لپاره ټولنیزې مرستیالانې ټاکل شوي دي.

دغه پرېکړه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهوري رياست د لوړ مقام د حکم په منظورۍ شوې ده.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې بیاني سلیمي د کاپیسا ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه، برېښنا شیرزی د کونړ ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه، هوسۍ اندړ د غزني ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه، بریښنا صافۍ د لغمان ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه، مریم رحماني د زابل ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه، زاهده فیضان د نورستان ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه ، روح ګل خیرزاد د نیمروز ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه او زرغونه شېرزاد د بادغیس ولایت د ټولنیزې مرستیالې په توګه ټاکل شوي دي.

د والیانو د مرستیالانو په توګه د ښځو د معرفي کېدو وړاندیز څه موده وړاندې د ښځو چارو وزارت کړی و چې د کابینې له لوري منظور شوی دی او ټاکل شوې چې د ټولو ولایتونو لپاره یوه یوه ښځینه مرستیاله وټاکل شي.

د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ د ټولو ۳۴ ولایتونو د مرستیالۍ څوکۍ به هېڅ نارینه ته نه ‌ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب