Homeخبرونهقطر په کابل کې ۲ زره کورونه جوړوي

قطر په کابل کې ۲ زره کورونه جوړوي

تاند (یکشنبه د قوس ۱۶) د قطر الغرافه موسسه په کابل ښار کې دوه زره د استوګنې کورونه جوړوي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د الغرافه موسسې رئیس شاهد جواد ددغه وزارت له وزیرې کریمه حامد فاریابي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې په نژدې راتلونکي کې به د یادو کورونو د جوړولو چارې عملاً پیل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې الغرافه یوه غیر دولتي موسسه ده چې په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو رسولو، ټولنیز خوندیتوب او زیربناوو په برخه کې فعالیت کوي.

ښاغلې فاریابي د روانې قوس میاشتې په ۱۱مه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو په خاطر د خپلو کاري پروګرامونو د وړاندې کولو پر مهال ویلي و،ټولو هغو فکټورنو ته به چې د افغانستان پر اقتصاد اغېز لري، پاملرنه وکړي او د صادراتو او وارداتو کچه ارزونې پلان یې جوړ کړی او د غیر دولتي موسسو انسجام او هغو ادارو د ملاتړ لپاره هم کار کوي.

کریمه حامد فاریابي تېره سه شنبه له ولسي جرګې څخه ۱۳۶ د باور رایې تر لاسه کړې او رسماً د اقتصاد وزارت وزیره اعلان شوه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...