Home+د یوې لېرې سیاره ګۍ نمونې مځکې ته راوړل شوې

د یوې لېرې سیاره ګۍ نمونې مځکې ته راوړل شوې

تاند- جاپاني ستوربېړۍ له ۱۸۰ مایل مزله وروسته له یوې لېرې سیاره ګۍ د خاورو او تیږو نمونې مځکې ته راوړې.

د جاپان فضايي اداره وايي، د دې ستوربېړۍ کپسول، چې د اسماني تیږو نمونې پکې وې د استرالیا د جنوب په یوه لېرې سیمه کې وموندل شو.

دا کپسول د جاپان له هایابوسا ۲ (Hayabusa 2) ستور بېړۍ څخه جلا شوی و.

هایابوسا ۲ ستونربېړۍ په ۲۰۱۴ م کال استول شوې وه او په ۲۰۱۸ م کال ریګو سیاره ګۍ ته ورسېد خو مخکې تر دې چې له هغې بېرته د مځکې خوا ته راوګرځي هلته یې یو نیم کال سروې وکړه او د هغې د سطحې نمونې یې راټولې کړې.

کپسول، چې په یوه ثانیه کې په ۱۱ زره کیلومتره سرعت د مځکې اتومسفیر ته داخل شوی و، له مځکې ۱۳۵ زره مایله لېرې له ستور بیړۍ جلا شو او بالاخره د استرالیا په کوپر پدي سیمه کې وموندل شو.

دا کپسول به د څېړنو لپاره د جاپان د فضايي تحقیقاتو یوه مرکز ته یووړل شي.

په دې کپسول کې د خاورو او تیږو راوړل شوې نمونې به له څېړونکو سره مرسته وکړي چې د ژوند او شمسي نظام په اړه یې پوهاوی لا ډېر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...