Homeخبرونهپاکستان د چمن - سپین بولدک ترمنځ رېللار جوړوي

پاکستان د چمن – سپین بولدک ترمنځ رېللار جوړوي

تاند(یکشنبه، د قوس۱۶) د پاکستان حکومت غواړي چې له چمن څخه تر سپین بولدک پورې رېللار (پټلۍ) جوړه کړي.

دا خبره د پاکستان د رېلارو (رېلوې) وزیر شیخ رشید احمد د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

ده وویل، په لومړي پړاو کې به پاکستان له چمن څخه تر سپین بولدک پورې ۱۱ کیلومتره پټلۍ کښېږدي.

د پاکستان د رېللارو د وزیر په وینا د دې پروژې سروې بشپړه شوې او اوس یې د عملي کار د پیلېدو هڅه کېږي.

له بلې خوا ترکمنستان خپله رېللار د افغانستان تر اقینې بندر پورې رسولې او ازبکستان له مزارشریف ښار سره په ریل وصل شوی دی. په لنډ وخت کې به د ایران رېللار د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسېږي.

تېره اوونۍ له ایران څخه لومړنی رېلګاډی، چې ۴۰۰ ټنه سمینټ پکې بار وو، هرات ولایت ته راغی.

پاکستان په ۲۰۰۴ م کال ویلي و چې تر کندهار ښار پورې به رېللار وغځوي. دغه هیواد همداراز ویلي و چې تر جلال اباد پورې به رېللار جوړه کړي.

د پاکستان د رېلوې وزیر یو وار بیا وویل، که د افغانستان حکومت وغواړي هیواد یې چمتو دی چې د چمن – سپین بولدک رېللار تر کندهار ښاره پورې وغځوي.

ډېره تمه ده چې افغانستان د سولې په صورت کې د رېللارو په وسیله جنوبي او منځنۍ اسیا سره ونښلوي. دغه راز ایران به له منځنۍ اسیا او چین سره وصل کړي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان په هیڅ خبره باور مه کوئ… دا يې پنځلسم کال دئ چي دوی وايي د کندهار کوټي تر منځ به ريلاره ورغوي…

    پر هیڅ خبره يې باور مه کوئ…

    ما که وس درلودی، د هغوی پر هر عمل باندي مي عکس العمل ښودئ..
    که يې زما مسجد را ورانوئ، د دوی مسجد جامع مي ور ورانوله.. که يې زما پر ښوونځي بريد کاوه د دوی پر پوهنتون مي بريد کاوه.
    که يې زما پلچک را خرابوه، دووی ستر پلونه مي الوزول…

    متأسفانه، تر هغو چي دا چم ورسره ونه کړئ…. تر هغوی دوی زموږ د درد احساس نه سي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...