جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه په ویره کې دی

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه په ویره کې دی

تاند (یکشنبه د قوس ۱۶) د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو پلویانو په کراچۍ ښار کې ددې غورځنګ په ملاتړ غونډه کړې ده.

دغه غونډه چې نن یکشنبه په کراچۍ ښار کې جوړه شوې د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین ورته په وینا کې ویلي چې د پاکستان ریاست د پي ټي ایم له وروستیو سترو غونډو په وېره کې دی خو د ظلم او ظالم پر وړاندې به د دوی غږ تل اوچت وي.

پښتین زیاته کړې، دوی نور د پاکستاني ریاست د ظلمونو پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدی او د پښتنو په سیمو کې به د روانو ناخوالو مخنیوی کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو تر دې مخکې ویلي و چې په کراچۍ ښار ګڼ شمېر پښتانه ژوند کوي او ډېر کله ځورول شوي، ورک شوي او ان وژل شوي هم دي.

په کراچۍ ښار کې د نننۍ سترې غوڼدې موخه د مېشتو پښتنو د ستونزو په اړه د غږ اوچتول او د قانون په چوکاټ کې يې د پاکستاني حکومت څخه د حل غوښتنه ده.

له دې وړاندې هم ددغه غورځنګ په کوټه او شمالي وزيرستان کې سترې ولسي غونډې کړي او په دې غونډو کې يې د پاکستان پر پوځ او استخباراتو توندې نيوکې کړي.

په یادو غونډو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او غړیو ویلي چې په پښتونخوا، بلوچستان، قبايلو او نورو پښتون مېشتو سيمو کې نه يوازې دا چې پښتنو ته قانوني حقونه نه ورکول کېږي، ترڅنګ يې د دوی په کليو او بانډو کې ترهګر روزي او ملاتړ یې کوي.

1 COMMENT

  1. pashtoons are poor in afghanistan&pakistan.
    because- need one leader not like ashraf ghani,gulbuddin
    pashtoons must become united.afghan war is for pashtoon killing-
    afghan parliament is best example of pashtoons,
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب