Homeخبرونهد امریکا کانګریس د ټرمپ له لوري له افغانستانه د پوځیانو د...

د امریکا کانګریس د ټرمپ له لوري له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مخه ډب کړه

تاند(شنبه، د قوس ۱۵) د امریکا د کانګریس غړیو له افغانستانه د نورو ځواکونو د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ د هڅو مخه نیولې ده.

کانګریس د ټرمپ حکومت مکلف کړی چې له افغانستانه د نور ځواکونه یوازې هغه مهال ایستلی شي چې د امریکا له متحدانو او د افغانستان له حکومت سره پرې همږغي وشي.

د امریکا په دفاع وزارت پورې اړوندې ورځپاڼې سټراز انډ سټرایپس راپور ورکړ چې د کانګریس غړیو د ملي دفاعي صلاحیت د قانون (National Defense Authorization Act) رامخکې کړی او په دې ذریعه یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ډب کړې ده. دا قانون وايي، مخکې تر دې چې پوځیان وایستل شي باید د حکومت د نورو ادارو نظرونه او مشوروې وغوښتل شي.

د روان ۲۰۲۰ کال په پیل کې په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو شمېر ۱۳ زره وو خو اوس ۴۵۰۰ ته راکم کړای شوی دی. د ورځپاڼې پر اساس، ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نور هم کم کړي او د امریکا د دې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه خپله هغه ژمنه عملي کړي چې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو په کمپیان کې یې کړې وه.

سټارز انډ سترایپس لیکي، اوس داسې نه ښکاري چې تر کرسمیس پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ غوښتنه عملي شي.

د ملي دفاعي صلاحیت قانون، چې د ۲۰۲۱ کال دفاعي بودجه ټاکي، کانګریس ته واک ورکوي چې د نورو ځواکونو د ایستلو لپاره تر هغو د پیسو اجازه ورنه کړي چې پنتاګون او نورو ادارو په دې اړه راپور نه وي وړاندې کړی چې په افغانستان کې د ځواکونو کمېدا به د امریکا پر امنیت او نورو مسلو څه اغېز ولري.

دا راپور په هغه صورت کې لارمي دی چې د ځواکونو شمېر تر ۴ زرو کمېږي.

په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي«حکومت قانوني مسوولیت لري چې په افغانستان کې د امنیتي عملیاتو د وضعیت او د دیپلوماتیکو هلوځلو په باب کانګریس او د امریکا خلکو ته په وخت، منظم او بشپړ معلومات ورکړي.

په همدې ورځ د امریکا سنا او استازو جرګې د دې لایحې پر وروستي نسخې موافقې ته ورسېدې.

په راپور کې راغلي چې امریکا له افغانستانه هغه مهال نور پوځیان ایستلی شي چې د امرکیا ناټو متحدان او د افغانستان حکومت موافق وي.

وړاندې ویل شوي چې د امریکا د ملي ګټو لپاره ضروري ده چې دا یقیني شي چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي، امریکا به له دې درکه خوندي کېږي، د افغانستان له حکومت سره به د امریکا مشارکت نه زیانمن کېږي او د ښځو، نجونو او نورو افغانانو د حقونو لپاره په سخته ترلاسه شوې بریاوې به ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...