دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې خبرې؛ ګډو کاري کمېټو لومړۍ ناسته وکړه

د افغان سولې خبرې؛ ګډو کاري کمېټو لومړۍ ناسته وکړه

تاند (شنبه د قوس ۱۵) د سولې پر کړنلاره تر توافق وروسته نن شنبه په قطر کې د حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو لومړنۍ ناسته تر سره کړه.

د افغان حکومت د مرکچي ټیم غړی نادر نادري وايي، په دې ناسته کې د سولې خبرو پر اجنډا بحث او خبرې وشوې او ټاکل شوې چې دغه ګډه کمېټه به سبا یکشنبه هم ناسته ولري.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وایي، نن مازيګر د طالبانو د مذاکراتي ټيم او د مقابل لوري د مذاکراتي ټيم ګډې کاري کمېټې ناسته تر سره کړه.

د نوموړي په وینا په ناسته کې په عام ډول د اجنډا د څرنګوالي او جوړولو په اړه خبرې وشوې او زیاتوي چې دواړو خواوو ددغه ډول ناستو پر دوام توافق وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې له دواړو خواوو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې روان تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.

بلخوا قطر د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته هیله مندي ښودلې او وايي چې راتلونکي میلادي کال به د افغانانستان لپاره ډېر ښه کال وي.

د یادونې وړ ده چې په قطر کې د سولې د ګډو کمېټو د ناستې سره سم نن په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړۍ ناسته تر سره شوه.

ولسمشر غني د ملي روغې جوړې عالي شورا په افتتاحیه غونډه کې وویل چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي.

نوموړي وايي، لکه څنګه چې افغانانو طالبان د ټولنې د یو واقعیت په توګه منلي دي په کار ده چې دوی هم د افغانستان واقعیتونه درک کړي.

ولسمشر غني زیاتوي چې د جګړې دوام به د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له ګواښ سره مخامخ کړي او په خبره یې، طالبان دې له اوربنده نه ډارېږي ځکه افغان دولت جدي مذاکراتو ته ژمن دی.

نوموړي دغه راز ویلي، د سولې دویم پړاو خبرې باید چټکې خو پوره اصولي پر مخ لاړې شي، ځکه افغانان له جګړې او تشریفاتي مسائلو ستړي شوي دي.

له څه باندې دوو میاشتو وروسته، څو ورځې وړاندې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ډلو د مذاکراتو پر اصولو او اجنډا توافق ته سره ورسېدل او په رسمي ډول یې د خبرو د پیلېدو خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب