یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې طالبانو ته تسلیم شوی سرتېری د هغه د کورنۍ په...

فاریاب کې طالبانو ته تسلیم شوی سرتېری د هغه د کورنۍ په مخکې وژل شوی

تاند (شنبه د قوس ۱۵) د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، طالبانو هغه افغان سرتېری وژلی چې څه موده وړاندې له یادې ډلې سره یو ځای شوی و.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، وژل شوی پولیس سرتېری قدرت الله نومېده او زیاتوي چې دغه پېښه تېره ورځ د قیصار ولسوالۍ د نودري په کلي کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي یورش په وینا قدرت الله څه موده مخکې د امنیتي ځواکونو له پوستې وتښتېده او له طالبانو سره یو ځای شو.

نوموړی زیاتوي چې طالبانو دغه پولیس سرتېري ته د بښنې لیک هم ورکړی و، خو پرون جمعه یې کور ته ورغلي او د مېرمنې او اولادونو د سترګو په وړاندې یې په ډزو وژلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

فاریاب د افغانستان په شمال کې یو له ناامن ولایتونو څخه دی چې طالبان د قیصاد ولسوالۍ په ګډون په بېلا بېلو سیمو کې پراخ حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب