Home+هند په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې کوربه اسټراليا ته ماتې ورکړه

هند په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې کوربه اسټراليا ته ماتې ورکړه

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ د جمعې ورځ پيل شوه.

په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې اسټراليا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې.

د هند لپاره کى ايل راهول ٥١ رويندرا جدېجا ٤٤ ناسوځېدلې، سنجو سمسون ٢٣ او هارديک پانډيا ١٦ منډې وکړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د ١٦٢ منډو هدف پوره کولو لپاره د اسټراليا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې او د ١١ منډو په توپير يې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ارون فنچ ٣٥ ډارسي شارټ ٣٤ او موسيس هينريکس ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يوژيندرا چاهل ته ورکړل شوه.

د اسټراليا او هند ترمنځ به دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه د دسمبر په ٦مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...