جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ایټاليا کې یوه سړي ښځې سره تر شخړې وروسته له غوصې ۷...

ایټاليا کې یوه سړي ښځې سره تر شخړې وروسته له غوصې ۷ ورځې پياده مزل کړی

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) دا معمول ده چې په ګډ ژوند کې د هر خاوند او ښځې ترمنځ جنګ رامنځته کېږي او ترلنډې مودې خپګان وروسته بېرته سره سوله کوي.

خو يو ايټاليايي سړي د ښځې سره تر شخړې وروسته د غصې سړولو لپاره جالب کار کړی.

نوموړي له ښځې سره تر شخړې وروسته د خپلې غصې سړولو لپاره له کوره راووت او پياده روان شوی چې هغه پرلپسې ٧ ورځې په پياده سفر کړی دی.

یاد کس ۴۸ کلن دی او يوه اونۍ وروسته پوليسو د خپل کور څخه ٤١٨ کلومتره لرې موندلی دی.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې د کورونا له امله په ښار کې ګرځبندېز لګېدلى دى او دوى په خالي سرک يو سړى روان وليده.

پوليسو دا کس له ځان سره حوزې ته بوولی خو وروسته ورته معلومه شوې چې د ياد سړي ښځې د هغه د ورکېدو په اړه پوليسو ته راپور ورکړى و.

وروسته همدغه ايټاليايي سړي پوليسو ته ټوله کيسه کړې ده.

هغه پوليسو ته ويلي دي چې له ښځې سره تر شخړې وروسته د خپلې غصې سړولو لپاره له کوره راووت او ٧ ورځې پياده ګرځېده چې ٤٢٠ کلومتره پياده سفر يې وکړ.

پوليسو رسنيو ته ويلي چې دې سړي په ٧ ورځو کې هېڅ موټر نه دى کارولى او په لاره کې ورته خلکو د خوراک څښاک شيان هم ورکړي.

پوليسو چې کله د دې سړي ټوله کيسه واورېده، نو له هغه وروسته يې د ګرځبندېز څخه د سرغړونې په تور ٤٠٠ يورو جريمه کړ او نږدې هوټل کې يې ورته يوه کوټه ونيوله او بیا وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب