یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه

د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) د ملي مصالحې د عالي شورا له رامنځته کېدو یو کال وروسته د دې شورا لومړنۍ ناسته نن په ارګ کې ترسره شوه.

دغې ناستې ته د ولسمشرغني د خپلې وينا پرمهال وویل په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات بل پړاو ته داخل شوي دي.

ولسمشرغني وایي دغه پروسه پیچلې ده خو په وینا یې حکومت سولې ته ژمن دی.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دې  ناستې ته وویل چې سولې ته رسېدل قرباني غواړي او په وینایې اوربند او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل د افغانانو اساسي غوښتنې دي.

هغه د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي څخه مننه وکړه چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلارې هوکړې ته ورسېدل.

دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا غړي محمد یونس قانوني له ولسمشرغني غوښتنه وکړه چې ملي مصالحې عالي شورا ته دې د تصمیم نیونې صلاحیت ورکړي او سوله دې د انتخاباتي ټیمونو له دایرې وويستل شي.

هغه زیاته کړه: « له ډېرو ستونزو او خواشینیو سره سره ده ته دوه خبرونه خوشحالوونکي دي. لومړی په دوحه کې پر کړنلارې هوکړه ده او دویم د مصالحې عالي شورا نننۍ ناسته ده.»

دې ناستې یو شمېر سیاسي مشران هم ور بلل شوي وو.

دوی ژمنه وکړه چې په هېواد کې به د سولې راتګ ته به هلې ځلې کوي او د مصالحې د عالي شورا لاسنیوی به کوي.

3 COMMENTS

  1. یونس قانوني، عبدالله، صالح، عطا نور او ټول لنډه غر چې شل کاله وړاندې د امریکا په وزرونو راغلل او پښتنو سره یې ناځوانه دښمني پيل کړه هر پښتون یې د طالب په نامه ځپلی او بندی کړی او حتا بې ګناه پښتانه یې وژلي هم دي، د سولې په مذاکراتو کې شمالي ټلواله، ستمیان او هزاره مشران لوري دي او دوی ټول کوښښ کوي چې راتلونکې نظام کې هم لویه برخه ولري، موږ په طالبانو او پښتنو چارواکو غږ کوو چې خپل منځي اختلافات ختم کړي او ټوله توجو افغانستان او پښتنو ته واړوي، پښتون چې شل کاله د خپل کوره شړل شوی، بې عزته شوی، بې ګناه بندي شوی او نور ډول ډول ظلمونه پرې شوي اوس ددې وخت رسیدلی چې راتلونکې نظام کې باید پښتون ۸۰ سلنه ونډه ولري، پښتو ژبې ډېره پاملرنه کول غواړي چې دې دوو لسیزو کې له دفتره، له بازاره، او ښوونې شړل شوې وه او ده، موږ پښتنو پخوانی عزت او برم غواړو او له هیچا سره تعصب نه کوو خو نورو ته هم دا اجازه نه ورکوو چې پښتانه د تعصب ښکار کړي.مننه
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. افغان تایگر صیب پښتون خپل د ځان دښمن دی.
    دا پښتون بی غيرته چی سړی کيږی نو قيامت ته به يوه هفته پاتی وی.
    دی پښتون خوشحال خان په شان نر افغان پر مغلو لاس پر لاس خرڅ کړی دی.
    دی پښتون پر يو عرب خپل وطن لوټی لوټی کړو او د هغه
    عرب خپلوان زمونږه بی چاره او مجبوره
    کارګرانو څخه د عربو د جهالت د وخت په څير
    د غلامی کار اخلی
    ډير پښتون پښتون مکوی. د بشريت د معاصر تاريخ ننګ ياست. نيم مو پر اي اس اي خرڅ شوی دی او نيم پر ايران. يهود او هندو درباندی شرف لری. د زرو روپو لپاره د سرک په سر ماين ږدی او لس کسه پری وژنی. تاسی هغه بی وجدانه قوم ياست چی په سل افغانی هم سړی وژنی. غربت خو په هند کی هم شته دی او پاکستان خو د هند هم دښمن دی نو ولی نه توانيږی چی يو هندو په لس زره ډالره د انتخار لپاره استخدام کړی. دی لپاره چی هندو په بی ايمانی کی
    ايمان لری او پوهيږی چی د بی ګناهو خلکو وژل حرام دی ليکن دا د پنځه زره کلن تاريخ دعودار نر پښتون غيرتی افغان او ايمانداره مسلمان په لس ډالره خپل کلمه ګو مسلمان پښتون وژنی. مرګ دی وی پر تاسی دروغژنو تاريخ ويونکو.

  3. د ملي مصالحې د عالي شورا یو موقتي سازمان دی چې په افغانستان کې د سولې پر راتلو سره اتومات له منځه ځي . پدې اساس داکتر عبدالله کوشش کوي د سولې راتلل څومره چې امکان لري وځنډوي .
    له بلې خوا د یونس قانوني وړاندیز له منطق نه لرې دی . دوی تل له نورو سره د پښتنو پرضد سازش کړی او غواړي پدې توګه د شمال ټلوالې او خصوصا د نظار شورا موقف په راتلونکي کې د نورو په قربانیو سره وساتي . سوله د دولتونو صلاحیت دی نه د موقتي او فرمایشي ادارو کار .
    زه فکر کوم د 1370 کلونو سناریو یوځل بیا تکراریږي . پاکستان به نورو مجاهدینو ته ویل چې د مسعود په شاوخوا راټول او دجمعیت په مشرۍ یو ناکامه دولت جوړ کړي چې پایلې یې ټولو ولیدلې او د افغانستان په بربادۍ ختمې شوې .
    هلته هم ګلباډین تنها پاته شو او د نظامې فتحې لافې به یې وهلي .
    داځلې هم هغه بلا تشبیه بیرون پاته شو او د مصالحې په شورا او پرېکړو اعتماد نه لري . اما په عمل کې یې پښتانه تباه او له دوامداره ستونزو سره مخامخ کړل .
    اوس د طالبانو وار دی چې د خپل هېواد ، خلکو او ولس غوښتنو ته ګوري او که د پنجاب فرمایشونه پرځای کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب