سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهیو امریکایي منلې چې، په افغانستان کې يې د بیارغونې له بودیجې...

یو امریکایي منلې چې، په افغانستان کې يې د بیارغونې له بودیجې غلا کړې

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) د امریکا عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د امریکا د مریلنډ ایالت یو اوسېدونکي قراردادي په افغانستان کې د واشنګټن له لوري د روزنیزې بیارغونې په موخه د څو پروژو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پرغلا اعتراف کړی دی.

خبرپاڼه کاږي ۶۲ کلن اویتایو فاګبنرو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې د افغانستان په یو شمېر پوهنتونو کې د رسنیزو مراکزو د جوړولو لپاره د ځانګړې شوې ۶.۹ میلیون ډالرو بودیجې څخه ۱.۳۸ میلیونه ډالره غلا کړي دي.

نوموړي دغه پیسې د شخصي بانکي حسابونو له لارې په بهر کې یو شمېر هغو شرکتونو او خپلو اقاربو ته لېږلې چې له یادو پروژو سره هېڅ تړاو نه لري.

اویتایو اعتراف کړی چې د یادې بودیجې د مصرف په اړه یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته په دروغو ویلي چې ورته سپارل شوې پروژې یې په بشپړه توګه پلې کړې دي.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې نوموړی ګنګهار پېژندل شوی او محکمه به د نوموړي په اړه  ډېر ژر خپل حکم صادر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب