جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا افغان سوله کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

پاکستان یو ځل بیا افغان سوله کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان ځانګړې توګه د سولې پروسې پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ډيلي ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود په پاکستان کې د افغانستان له سفیر نجیب الله علي خیل سره په لیدنه کې د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو او کابل ته د عمران خان د سفر په اړه خبرې کړې دي.

سرچينه کاږي چې محمود افغان سفیر ته ډاډ ورکړی چې دوی به د افغان سولې او دغه راز د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پاکستان د سولې پروسې ملاتړ خبره وروسته تر هغه کوي چې نن د دغه هېواد پوځ ویلي چې په راتلونکو ۲ میاشتو کې به د ډیورنډ په ۲۶۰۰ کیلو مټره کرښې د اغزن تار کار پای ته ورسېږي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d9%be%d9%87-%db%b2-%d9%85%db%8c%d8%a7%d8%b4%d8%aa%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a8%d9%87-%d9%be%d8%b1-%da%89%db%8c%d9%88%d8%b1%d9%86/

پاکستان داسې مهال خپله ژمنه بیا تکراروي چې له دې وړاندې يې په ځلونو ژمنې کړي خو د عامو افغانانو په بارو تراوسه یې هېڅ دعمل څرک نه لیدل کېږي.

دوی وایي پاکستان هیڅ کله افغان خاورې ته ريښتینی نه دی او نه به هم په دې برخه کې ريښتینی ګام پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب