جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+نيوزيلینډ پاکستانۍ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنکړه

نيوزيلینډ پاکستانۍ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنکړه

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) په نيوزيلېنډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو د کورونا ټېسټونو د مثبت راتلو څخه وروسته د یاد هېواد روغتيا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه نه ده ورکړې.

له دې وړندې  په پلان کې وه چې د قرنطین د څو ورځو تېرولو وروسته به پاکستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي چې تمرينات ترسره کړي خو پاکستاني لوبغاړي له تمريناتو منع شوي دي.

بل لورته د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د لوبغاړو لپاره سخت وخت دى، خو دوى نه غواړي چې دا سيالۍ لغوه شي.

په نيوزيلېنډ کې د پاکستان د ٥٤ لوبغاړو څخه د ٤٤ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه منفي راغلي دي.

دغه راز د ١٠ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت دي چې پکې ٤ کسان داسې دي چې د هغوى کورونا ډېره فعاله نه ده.

په نيوزيلېنډ کې د پاکستاني لوبغاړو د قرنطین وخت د دسمبر په نهمه نېټه پاى ته رسېږي، خو دا هر څه د نيوزيلېنډ حکومت پورې تړلي دي چې دوى پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه ورکوي او که يې قرنطين اوږدوي.

بابر اعظم ويلي : « په پاکستانۍ لوبډله اوس سخت وخت دى، دوى ته د تمريناتو اجازه نشته، خو دوى به څلور ورځې نور هم په تمه پاتې شي، تر څو د تمريناتو اجازه ترلاسه کړي.»

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د نومبر په ٢٤مه نېټه نيوزيلېنډ ته تللې ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب