جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي؛ امريکایي ځواکونو د هوکړې خلاف هلمند کې د دوی یو...

طالبان وایي؛ امريکایي ځواکونو د هوکړې خلاف هلمند کې د دوی یو مرکز بمبار کړی

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) طالبان وایي امریکایي ځواکونو د دوحې توافقنامې خلاف، په هلمند ولایت کې د دوی پر یوه مرکز او ملکي سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي،امریکایي ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند، لوی باغ سیمه کې د دوی پر یوه مرکز او ورسره نږدې ملکي کورونو هوایي بریدونه کړي دي.

طالبانو ادعا کړې چې په دې پېښه کې د دوی د کسانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان  دي.

دوی دغه راز خبرداری ورکړی چې د دوحې توافقنامې خلاف دغه راز هوایي بریدونه به نه یوازې عکس العمل ولري، بلکې په وینایې دوام یې وضعیت د ترینګلتیا لوري ته بیایي.

امريکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو د دې ادعا په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.

طالبان داسې مهال دا ادعا کوي چې هم مهاله ورسره د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپیو هم پر روانې جګړې اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي که چېرې جګړه همداسې دوام وکړي نو دسولې خبرې په پایله ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب