Homeخبرونهد سولې خبرې؛ قطر وايي راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر...

د سولې خبرې؛ قطر وايي راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي

تاند (شنبه د قوس ۱۵) د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ وشي او راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون جمعه د ایټالیا د مدیترانې کلنۍ غونډې ته په وینا کې دغه څرګندونې کړي دي.

نوموړی ویلي، د سولې په برخه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي ډلو تر منځ په تېرو څو ورځو کې پرمختګ لیدل شوی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د نور پرمختګ شاهدان اوسو.

دده په خبره د افغان سولې برخه کې د مذاکراتو له کوربتوب څخه د قطر هدف د افغانانو لپاره په بیړنۍ توګه د ثبات رامنځته کول دي او زیاتوي چې قطر به ددې هدف لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

باید وویل شي چې دغه هیله مندي په داسې مهال ښودل شوې چې ټاکل شوې نن په رسمي ډول د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي خبرو ته سره کېني.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې که د سولې د خبرو پر مهال په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ونه رسېږي مذاکرات به پایله ونه لري.

1 COMMENT

  1. سوله د افغانانو لپاره یو ملي ارمان دی او ګړۍ ته شیبې شمارو چې ګران هیواد کې دایمی سوله خوره شي او د جنګ ټغر د تل لپاره ټول شي، ان شاءالله.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...