جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمایک پمپیو: د تاوتریخوالي په دوام سره به د سولې خبرې پایله...

مایک پمپیو: د تاوتریخوالي په دوام سره به د سولې خبرې پایله ونه لري

تاند (شنبه د قوس ۱۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، که په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم نه شي، د سولې روان خبرې به کومه پایله ونه لري.

پمپیو دغه څرګندونې پرون جمعه د بحرین په پلازمېنه منامه کې د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوالو انستېتیوت ته په ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته ویلي، که د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی روان وي او پای ته ونه رسېږي د سولې خبرې به کومه نتيجه ونه لري او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هېچا ته د منلو وړ نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې د مذاکراتو لوري به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

مایک پمپیو په داسې مهال دغه څرګندوې کړي چې ټاکل شوې نن په رسمي ډول د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي خبرو ته سره کېږي.

دوی څو ورځې وړاندې د مذاکراتو پر اصولو او اجنډا توافق ته سره ورسېدل او په رسمي ډول یې د خبرو د پیلېدو خبر ورکړی و.

طالبانو تر اوسه نه ده مشخصه کړې چې لومړی به له حکومتي پلاوي سره په کومو موضوعاتو خبرې کوي، خو د افغان دولت مرکچي پلاوي بیا همېش په اوربند ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب