جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین، افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د جنایتونو د څېړنې غوښتنه کړې

چین، افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د جنایتونو د څېړنې غوښتنه کړې

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون ویلي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه ټکان ورکوونکي دي.

د جون په خبره ملګري ملتونه او د جرمونو نړیواله محکمه باید ټول هغه جنګي جنایتونه وڅېړي چې بهرنیو ځواکونو او ترهګرو ډلو په افغانستان کې ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړې چې بهرنیو ځواکونو په تېره استرالیايي پوځيانو په ډېرې بې رحمۍ د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي چې ملګري ملتونه او نړیوال حقوقي بنسټونه باید ورباندې چوپ نه شي.

هغه ویلي په رسنیو کې د دې پېښو شمېره کمه ښودل کېږي او په خبره یې ښایي سلګونه داسې موارد وي چې په هغه کې بهرنیو ځواکونو په قصدي توګه ملکي افغانان په نښه کړي وي.

ژانګ جون هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوال سازمان، د جرمونو نړیواله محکمه او نور اړوند  نړیوال بنسټونه په دې تړاو کوټلي ګامونه اوچت کړي.

چین داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو د څېړنې غوښتنه کوي چې څو ورځې وړاندې د چین او اسټراليا ترمنځ د چین له لوري د يوه کاریکاتور پر خپرولو ناندرۍ هم پورته شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب