جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر کې مذاکراتي ډلې نن خپله لومړنۍ ناسته کوي

قطر کې مذاکراتي ډلې نن خپله لومړنۍ ناسته کوي

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، په پام کې ده چې نن ټاکل شوې مشترکه کاري ډله لومړنۍ ناسته تر سره کړي.

په دې ناسته کې د افغان حکومت د مذاکرتي ټیم لومړیتوب اوربند دی خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، دغه ډله له تور لېست څخه د خپلو مشرانو لرې کول او د پاتې کسانو خوشې کول مهم بولي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي هم مني چې اوربند به د مذاکراتو یوه برخه وي خو په وینا یې نور مسایل هم شته چې باید په اجنډا کې شامل شي.

له دې سره هم مهاله یو شمېر سیاسي څېرو ته بلنه ورکړل شوې چې نن د ملي مصالحې عالي شورا په لومړنۍ ناسته کې برخه واخلي.

په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرتو پر کړنلاره بحث له دوو میاشتو زیات وخت واخیست خو وبه وکتل شي چې د مذاکراتو پر اجنډا پيلېدونکی بحث به څومره وخت واخلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب