جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې ۷ تنه نشه یان مړه شوي

په کابل کې ۷ تنه نشه یان مړه شوي

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې ۷ تنه د نشه ‌یي توکو د کارونې له امله مړه شوي دي.

ارین وايي په مړو شویو کې د یوې ښځې په ګډون د ۴ تنو جسدونه له یوه کانټینر څخه ترلاسه شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې یادو څلورو کسانو په کانټینر کې شپه کړې وه او د لومړنيو مالوماتو له مخې د نشه ‌یي توکو د کارونې له امله مړه شوي دي.

ارین زياتوي تېر ماښام هم څو ځوانان چې نشه ول، په خپلو کې یې نښته کړي  او له امله یې دوه تنه وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د نشه یي توکو د کاروبار سربېره پر نشه د روږدو کسانو شمېر هم ډېر شوی دی.

عام خلک بېکاري او بېوزلي د دې ستونزې لوی لامل بولي او وایي که حکومت ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړی ښايي هیڅوک نشې ته مخ نه کړي.

بل پلو د نظر خاوندان بیا په هېواد کې په آزاد ډول د نشه يي توکو کاروبار د دې ستونزې غټ لامل یادوي او وایي د هېواد په ډېری سیمو کې په ښکاره د نشه يي توکو قاچاق روان دی خو حکومت یې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

1 COMMENT

  1. په هره خبره کې د حکومت ملامتول هم سم کار ندی . که څوک نېشه کوي او په خپله نېشه کې افراط کوي ملامتي په حکومت ور اچوي . د نېشې او مخدره موادو کارول په حکومت پورې هېڅ اړه نه لري .
    د افغانستان دولت له سلګونو ستونزو سره مخامخ دی لکه ټالب ، داعش ، پنجابي او آخندي دښمنان ، د هېواد دننه د ټلوالو او تش په نامه سیاسي ډلو ، غلو ، قومي ټېکه دارانو او پارلماني مصؤنیت لرونکو غلو او ….
    په هغو هېوادونو کې چې هرچاته د کار زمینه برابره ده ، هلته هم مخدره مواد کارول کیږي .
    د حل لاره ټولنه او هره کورنۍ مسوولیت لري چې په خپلو اولادونو او د کورنۍ په ټولو غړو هر اړخیزه څارنه وکړي . د کورنۍ هر غړۍ باید پرخپل وخت کورته ستون شي . له هغو کسانو سره چې له نېشه ایی توکو کر او یا استعمال سره سرو کار لري ځانونه وساتي .
    البته دولت هم مسوول دی . د نېشه ایی توکو کرل ، پېرل او پلورل منعه کړي . څوک چې دا مضر توکي استعمالوي باید تر تداوي لاندې ونیول شي . خو د ټولنې مسوولیت تر ټولو زیات دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب