جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکمتیار په هېواد کې د احتمالي جګړې خبرداری ورکړی

حکمتیار په هېواد کې د احتمالي جګړې خبرداری ورکړی

تاند ( شنبه، د قوس ۱۵) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې په اړه خبرداری ورکړ.

حکمتیار ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله ځینو کسانو بیا ملېشه جوړونې ته مخه کړې ده.

نوموړی وایي دوی پر خلکو وسلې ویشې او په دې ډول د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

حکمتیار په قطر کې د سولې مذاکرتو په برخه کې را منځته شوي پرمختګ ته هم خوشبيني ښودلې او وايي روانه جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

هغه وايي، د طالبانو تر څنګ حکومت هم باید ومني چې سولې ته رسېدل قرباني غواړي او د دې هدف لپاره باید یو انتقالي حکومت رامنځته شي چې څو د سولې راتلونکي پړاونه مدیریت کړي.

نوموړی وایي ټول لوري باید په داسې حکوت توافق وکړي چې افغانانو ته د منلو وړ وي.

حکمتیار دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې، اوسمهال په ټول هېواد کې د جګړې لمن تر بل هر و خت ډېره توده ده او هر ورځ په لسګونه عام افغانان وژل کېږي.

3 COMMENTS

  1. ای د پنجاب لنګ وهليه، ای غلامه، ته نه مخ لرې نه څټ نه دې دين مالوم ده کفر او ظلم او خيانت خو دې که ستا غوندې نجسو خلکو سر ټیټ پې نيولی وي خو ويښ خلک هم سته… ډ افغانانو بل کار او ژوند نه وي تل به حکومت جوړه وي او رنکه وي؟؟ چې تاسې غلامان او وطن پلورونکو ته کې ګټې وي؟؟

  2. دا ځل خبرې د منلو ځکه دي چې همدا اوس د شمال لنډه غر یانې شورای نظار د هند او روس له خوا وسلې ترلاسه کوي که چېرې طالبانو سره د دوی په خوښه جوړجاړی ونه شي نو کیدای شي چې جګړې ته مخه کړي، د شمال لنډه غر غواړي لکه تیر شل کاله چې د امریکا په مرسته یې ټولې مهمې څوکۍ غصب کړې وې تر دې وروسته هم غواړي چې غوښنه برخه ولري، خو موږ پر طالبانو غږ چې ستاسو د جګړې له امله یوازې پښتانه ځپل شوي، بې عزته شوي، زندانونه پرې ډک شوي، ودونه او جنازې بمبارد شوي دا ځکه چې اکثریت طالبان پښتانه دي پښتون د طالب په نامه ځپل شوی اوس باید طالبان چې هر څه کېږي پښتنو ته د تیرو شل کلونو تاوان ورکړي، تاوان دا مانا چې پښتون میشتو ولایتونو کې باید پروژې پلی شي، خلکو ته کار پيدا شي، ښوونځي او پوهنتونونه ته یې پاملرنه وشي او هغه لنډه غر او پردیپاله چې د امریکا غلامۍ ته یې مټ ورکړی و او د هغوی په مرسته یې پښتانه وځپل د دغو خلکو منزوي کول پکار دي او حتا د تیرو شل کلونو حساب باید ترې وغوښتل شي.مننه
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  3. ډېر بد حالت روان دی. یو خوا پاڼ دی او بله خوا هم پړانګ. اوس ټوله خبره په طالبانو کې ده چې څرنګه دا روان حالت مدیریت او کنټرول کړي. طالبان باید ډېره هڅه وکړي او خپل ټول توان په دې متمرکز کړي چې د پښتنو تر مینځ یووالی او اتفاق جوړ کړي. د افراطي خبرو څخه دې ډډه وکړي او ټول په ځانګړې توګه پښتانه دې په ځان راټول کړي. د دوی د بریا او بقا لپاره همدا یوه لاره شته او بس. طالبان دې په دې پوه شي چې دوی په سیمه کې داسې دوست هېواد یا خلک نلري چې په رښتیا د دوی سره ودرېږي. ټول ورته په چل کې دي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب