یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ ښوونځی | فهیم لمر

 ښوونځی | فهیم لمر

په لسم ټولګي کې وم، چې موږ له کلي څخه ښار ته را کډه شوو. له ماشوم توب څخه مې له داکټرۍ سره لګیده. یوه ورځ له ښوونځي څخه کور ته راغلم. له کلي څخه، کلي وال مو راغلی وو. مېرمن یې ناروغه وه. له ځان سره مې وویل: ته دوی بیچاره ګانو ته وګوره، له څومره لرې ځای څخه ډاکټر ته راځي. ځان سره مې هوډ وکړ کله چې داکټر شم، نو خامخا کلي ته ځم، د دې مسکینانو رنځ به دوا کوم. دولسم ټولګي ته شوم، او د کانکور ازموینې ته مې چمتووالی ونیوه. کال وروسته، په ازموینه کې مې ګډون وکړ. د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوم. د محصلۍ دوره هم خپلې سختۍ لري. پوره اووه کاله مې زدکړې وکړې او بالاخره ډاکټر شوم. خپل تخصص مې هم د غاښونو په سر جراحۍ کې واخیست. 

کلی او پخوانی هوډ مې هېر وو، چې زه به یوه ورځ کلي ته د داکټر په صفت ځم. یوه ورځ مې ورور راته زنګ وکړ، ویې ویل:«د یوه کليوال مېرمن مو ناروغه ده، ستا ادرس مې ورکړ، مرسته ورسره وکړه.» 

کلیوال مو راغی، روغبړ مو وکړ. خو کله چې ما د ده مېرمن ولیده، نو پخواني یادونه مې را ژوندي شول. هغه زما معشوقه ښکلا وه. ما ټول څیزونه له یاده ایستي وو. نه پوهېږم چې بیا ولې را وتخنېدل. هغې ډېر تغیر کړی وو. خو سترګې یې لا هغه ښان ښکلي وې لکه د هوسۍ سترګې، له سترګو مې وپېژندله.

د خاوند څخه مې یې وپوښتل څه ستونزه لرئ.

ځواب یې راکړ: ډاکټر صاحب! غاښ یې ډېر درد کړي، د کلي حکیم ته ورغلو، هغه وایست (حکیم یو غیر مسلکي کس وو، چې د ډاکټر دنده یې په کلي کې پرمخ وړله. کله چې په کلي کې وو. زما د تره د زوی تل سر خوږېده، نو کله به چې حکیم صیب ته ورغلو د چرسو یوه ټوټه به یې ورکړې وه، چې دا دې د غاښ لاندې کېږده جوړېږي، نیم کلی یې چرسیان کړل، بس د ده همدا یوه دوا وه.) نو وروسته له هغې نه، د مېرمنې مې د مخ ښی لوری ډېر درد کړي او کله بې حسه وي. 

کله مې چې د هغې د غاښو عکس واخیست، ومې لیدل چې غاښ یې په ډېر فشار او په غیر مسلکي ډول ایستلی او لاندینۍ ژامه یې ماته شوې وه.

دا وضعیت مې ورته بیان کړ. ورته ومې وویل: یوه وړوکي عملیات ته ضرورت لري. ده وویل: ډاکټر صاحب! د عملیاتو لګښت څومره کیږي. لګښت مې یې ورته وویل. سړی غلی شو ویې ویل: داکټر صاحب! دا خو ډېرې پیسې کېږي زه خو دومره نه لرم. ما ورته وویل: خیر تشویش مه کوه، زه به یې پور درکړم، هرکله چې خدای درکړې بیا به یې راکړې.

دی ډېر خوشاله شو او مننه یې وکړه، چې زه به هیڅکله ستا دا احسان هېر نه کړم. ورته ومې ویل: نه نه دا خبره به ته نه کړې ته خو مې کلیوال یې دومره خو پر ما حق لرې.

ځان سره مې وویل: په ښکلا مې دومره درد نه لوريږي، دومره خو په ما هم حق لري. عملیات یې تېر شو. څو ورځې تېرې شوې. دې به تل د سترګو له څنګه راته کتل، خو څه یې نه ویل. ما به ځان نه پوهاوه، له ځان سره مې ویل دې به لا دمخه هېر کړی وې، لکه تا چې هېره کړې وه. وروستۍ ورځ یې وه نوره نو رخصتېده. خاوند ته مې یې ځینې دواوې ولیکلې، ورته مې وویل: دا دواوې واخله او بېرته یې ماته راوړه چې وېیې ګورم، او نور نو مېرمنه دې ښه ده. کولی شئ لاړ شئ.

خاوند یې په دوا پسې ولاړ. دې ته مې وویل: چې یو څو وخته احتیاط کوه، ډېر ساړه او تاوده شیان مه خوره. ما غوښتل له خونې بهر شم، چې غږ را باندې وشو سیلابه! دا د ښکلا آواز وو. نژدې ورغلم. بیا یې وویل سیلابه! زه دې له یاده ایستلې یم. ته خو چې لاړې پسې لاړې، خپلې ټولې وعدې دې هم هېرې کړې. تا خو ویلي و، کله چې ډاکټر شم نو بیا بیرته کلي ته راځم او خپلو کلیوالو ته به خدمت کړم. زه ډېره ستا په انتظار کې پاتې شوم. خو ستا هیڅ درک معلوم نه شو. زه هم د بل چا شوم. خو زما لا تر اوسه له یاده نه یې وتلی، ستا هر یاد مې په سترګو کې تاویږي، خو اوس خبره له خبرې تېره ده. 

له سترګو یې اوښکې راغلې. په دې دقیقې کې یې خاوند راغی، دوا یې را ښکاره کړه. دوا مې ولیده، د استعمال سپارښتنه مې ورته وکړه او ورته ومې ویل: چې نور کولی شئ  لاړ شئ.

زه خپل اتاق ته روان شوم، ورځ تېره شوه، ماښام کور ته روان شوم. ښکلا مې هیڅ له سترګو څخه نه لرې کیده. بیګا مې مور غږ وکړ چې ډوډۍ وخوره، خو زما هیڅ اشتها نه وه. ورته مې وویل: «زه موړ یم.» خو زه لا هم په پخوانیو یادونو کې ډوب وم. او د ښکلا هغه غږ بې مې تر غوږ شو، «سیلابه! سیلابه!..»

اوونۍ تېره شوه کار ته تلم راتلم خو ژوند مې بدل شوی و. تل به مې هغه په خیالونو کې وه. بیا مې هم ځان ته تسلي ورکوله، سیلابه هغه نوره واده شوې. او تا خو لا دمخه هېره کړې وه، د زړه خبره مه منه لږ خپل عقل نه کار واخله.

میاشت وروسته مې تصمیم ونیوه، چې کلي کې یوه ماینه خانه جوړه کړم، هم به یو څو وخته له ښاره لرې وم. او د خپل د ماشومتوب هډ به هم پر ځای کړم. ټول شیان مې آماده کړل، پلار مې هم خوشاله وو، زما د تصمیم نه، او لا دمخه یې زما د ورتلو زېری یې د کلی په خان کړی وو. مور مې ښه نه برېښېده او زما له تصمیم نه خوښه نه وه، خو پلار مې راضي کړې وه.

کلي ته مې له طبی وسایلو سره حرکت وکړ. کله چې کلي ته ورسېدم، کلیوالو او خان صیب لا د مخه زما د ورتلو لپاره تیاري نیولی وو.  ټول خوښ ښکاریدل. خان صاحب روغبړ وکړ. او ما ته یې وویل: داکټر صیب تر څو چې کلي کې یې ته زما میلمه یې، او زما میلمستون به ستا ماینه خانه  وي. 

ما نه غوښتل چې څوک راسره په تکلیف شي. خو د خان صاحب اصرار دې ته اړ کړم، چې د ده غوښتنې ته غاړه کېږدم.

څو ورځې تېرې نه وې چې د مریضانو قافلې را روانې شوې، له نژدې او لرې کلیو څخه څوک چې زما په راتلو خبر شوي و راتلل.

اوونۍ لا تېره نه وه چې د خان صیب کره د ښځو شور ګډ شو. ګړۍ وروسته خان صیب او یوه ښایسته پیغله زما معاینه خانې ته راغلل. 

خان صیب ته مې وویل: خان صیب خیرت خو به وي

د لور مې په غاښ بریښ دی، ځان له درده په ځمکه ولي. ته یې یو ځل وګوره.

نجلۍ ته مې وویل: مهربانی دلته په چوکۍ کېنه. کله چې ما د هغې غاښ وکوت نو اوبه یې اخیستې وې او سوری هم وو. دوا مې ورکړه. او سپارښتنه مې ورته وکړه چې یوه اونۍ ورسته دې راشي، چې غاښ یې تداوي کړم.

زموږ په کلي کې د هلکانو ښوونځی و، خو د نجونو ښوونځی نه و. کال مخکې دولت غوښتل چې ښوونځی جوړ کړي، خو خان صاحت ممانعت کړی و. ویلي یې و: موږ خپلې ښځې نه بې ستره کوو.

 نو کله مې چې کلي کې د مریضانو وضیعت ولید، ډېر مې زړه درد وکړ چې له څومره ستونزو سره لاس او ګړیوان دي، په ځانګړي ډول ښځې. زه په دې ښه پوهېدم، د دې ټولو منشا‌‌ء د ښځو د مکتب نه شتون دی. هغه متل دی؛ وایي که یوه ښځه بیسواده پاتې شي نو یو نسل تباه کوي. زموږ په کلي کې هم همدا وضیعت و. مېندو خپل او لادونه سم نه وو روزلي، نیم بنګیان او چرسیان وو، نیم بیا ایران ته په مزدورۍ تللي وو. نیم بیا د تربګنت او بدیو شا نیولې وه.

ځان سره مې هوډ وکړ، په هر ډول چې امکان لري خان صیب قانع کوم، تر څو د نجونو ښوونځي ته اجازه ورکړي.

اوونۍ تېره شوه، خان صیب له خپلې لور سره بیا راغلل، کله مې چې د خان د لور د غاښ تداوي شروع کړه. د خان صیب سره مې هم بڼدار شروع کړ.

ورته ومې ویل خان صیب هغه د نجونو د ښوونځي کیسه څنګه شوه.

ده په ډېر فخر ځواب راکړ: «شکر الحمد الله پرېمو نښود، چې د کلي نجوني بې ستره شي.» ما ورغبرګه کړه خان صیب که په کلي کې کومه زنانه ډاکټره وي، نو تابه دا خپله پیغله لور ماته تداوي ته راوستې وای. دا خبره په خان صیب ښه ونه لګېده. راغبرګه یې کړه، دومره بیغیرته نه یم، کې وای نو تا ته مې نه راوستله او د ضرورت په وخت کې خو ډاکټر محرم دی. ورته ومې ویل ښه نو که ډاکټره وای ماته دې نه راوستله، نو دا نجونې چې مکتب ونه وایي نو له کومه به ډاکټره شي، له هوا نه خو نه را کوزيږي. خان صیب باندې خولې روانې شوې. او څه یې و نه ویل.

پوه شوم چې ده ځان پړ احساس کړ، نو ور غبرګه مې کړه، خان صیب د نجونو په تعلیم کې خو څه ستونزه نشته، او تعلیم خو فرض دی.

له دی سره روان شو. په دې ورځ مې نور مریضان هم معایته کړل، ډېر ستړی شوم. معمولاً هر بیګا د خان صیب زوی ډوۍ راوړله، خان صیب هم راته، زما سره یې په ګډه ډوډۍ خوړله. نن خان صیب نه ښکارید، زوی یې یوازې راغلی وو. پوه شوم چې خان صیب زما په خبرو خپه شوی وو. 

سهار وختي چې کله لمانځه ته راویښ شوم، د خان صیب غږ مې تر غوږ شو، ډاکټر صیب! ‌ډاکټر صیب!

ځان سره مې وویل: خدای دې خیر را پېښ کړي چې خان صیب په دې سهار وختي کې څه وایي.

ورته ومې ویل: خان صیب خیرت دی په دې سهار وختي کې څنګه راغلی یې. را غبرګه یې کړه، خیر و خیرت دی، ته راځه چې لږ وګرځو او خبرې سره وکړو.

ډاکټر صیب ستا په پرونۍ خبره مې ډېر سوچ وکړ، ټوله شپه خوب رانغلو او دې نتیجه ته ورسېدم چې ته په حق یې. د نجونو لپاره یو ښوونځی ضروري دی. او په دې توګه نه دا چې زموږ ښځې بې ستره کېږي نه، بلکې زموږ عزت پرځای کیږي. نو زه به دا خبره په کلي کې هم یاده کړم، او له ملا صیب سره به مشوره پرې وکړم.

ته داسې وکړه چې نن د ماسپښین لمانځه ته جومات ته راشه، کله چې مو د ماسپښین لمونځ ادا کړ، خان صیب را جګ شو او خبره یې له خلکو سره شریکه کړه، ملا صیب هم وویل: دا خو ډېر ښه کار دی. نورو کلیوالو هم د خبرې په مقابل کې ډېر غبرګون و نښود، خان صیب په ټینګار او ملا صیب د اسلام له نظره په دې مسله په جدیت خبرې وکړې. له لږ بحث وروسته ټول راضي شول.

کومې موسسې چې غوښتل زموږ په کلي کې مکتب جوړ کړي، له رییس سره یې په تماس کې شوم، رییس یې وویل: که کلیوال موافقه وکړي، ډېر ژر به د ښونځي ځای تعین او د ښوونځي د ودانۍ چارې پیل کړي. کلیوالو هم د ټولو په مشوره د جومات څنګ د ښونځي د ودانۍ لپاره غوره وګڼلو. 

زما د کال په پوره کېدو، په کلي کي د ښوونځي د ودانۍ چارې هم تکمیل شوې. ما څه موده مخکې بهر کې د PHD  پرګرام ته نوم لیکنه کړې وه، او په کلي کې د انترنټ د نشتون له امله مې خپل ایمل خپل ورو ته ورکړی و. تر څو چک یې کړي او ما خبر کړي. ورور مې را ته زنګ وکړ، چې دې پروګرام ته بریالی شوی یم او ژر دې ځان د انتریو لپاره راورسوه. خان صیب سره مې خبره شریکه کړه، او کله چې کلیوال هم خبر شول ټول ډېر خپه وو، خو چاره نه وه. له ټولو مې خدای په اماني واخیسته او د ښار پر لوري روان شوم.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب