Homeخبرونهد پاکستان د پي آی اې شرکت په پروازونو بندیز نور هم...

د پاکستان د پي آی اې شرکت په پروازونو بندیز نور هم وغځېد

تاند(شنبه، د قوس ۱۶) اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې خپلو غړو هېوادونو ته د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې پر ورتګ بندیز ته دوام ورکړي او د پاکستان د هوايي چلند له چارواکو یې غوښتي چې د سوداګریزو پيلوټانو د اسنادو ستونزه دې حل کړي.

د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې د پاکستان د هوايی چلند د ادارې له خوا د پروازونو د خوندیتوب او د پیلوټانو د اسنادو د شفافیت په برخه کې شک ښودلی دی.

د پاکستان د پي آی اې شرکت لخوا پروازونه اوس نه یواځې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته بند شوي بلکې په پاکستان کې دننه هم تر پخوا ډېر کم شوي او له کراچۍ بهر یې د سیند په نورو سیمو کې خپل ټول دفترونه بند کړي دي.

اروپايي ټولنې د تېرې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه وروسته له هغه د پي آی اې شرکت پروازونه له خپلو غړو هېوادونو بند کړل، چې د پاکستان د هوايي چلند ادارې مشر پارلمان ته وویل چې د هېواد د ۲۶۲ پیلوټانو اسناد یې جعلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...