شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبايډن؛ کورونا به د روان کال ترپايه ۲۵۰ زره نورامريکایان هم مړه...

بايډن؛ کورونا به د روان کال ترپايه ۲۵۰ زره نورامريکایان هم مړه کړي

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) د امریکا ولسمشر جو بایډن وړاندوینه کړې ده چې، کورونا وبا به د روان کال تر پایه د ۲ لکه او ۵۰ زره نورو امریکایانو ژوند هم واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د کورونا وبا د کنټرول او مخنیوي بنسټ د یوې څېړنې تر خپرېدو وروسته کړې دي.

هغه ویلي، د کورونا وبا د مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه تګلاره د روغتیایي سپارښتنو عملي کول دي.

دغه ویروس تردې دمه په امریکا کې تر ۲  لکه او ۷۰ زره ډېر کسان مړه کړي او دا شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

بايډن داسې مهال دا وړاندوينه کوي چې څه موده وړاندې د کورونا ویروس پر وړاندې د واکسین جوړونکي شرکت ویلي وو چې کېدای شي راتلونکی ژمی په نړۍ کې ژوند نورمال حالت ته را وګرځي.

د فایزر شرکت غړي او د واکسین جوړولو د برخې څېړونکي پروفیسور اوګور شاهین زیاته کړې وه چې؛ په ټوله نړۍ کې د واکسین وېش ډېر وخت غواړي نو له همدې امله ښایي ان تر راتلونکي کال پورې وضعیت عادي نه شي.

هغه ویلي وو چې راتلونکی دوبی به واکسین اغېز وکړي او راتلونکی ژمی به په نړۍ کې ژوند نورمال وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب