جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله ایرانه د رېلګاډي په وسیله د لومړي ځل لپاره ۴۰۰ ټنه...

له ایرانه د رېلګاډي په وسیله د لومړي ځل لپاره ۴۰۰ ټنه سمینټ وارد شول

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۳) له ایران څخه افغانستان ته په تازه غځول شوې رېللار د لومړني ځل لپاره هرات ولایت ته ۴۰۰ ټنه ایراني سمینټ راوړل شول.

دا رېللار بشپړه شوې او ټاکل شوې ده چې روانه میاشت د ولسمشر اشرف غني له لوري رسماً پرانیستل شي.

له ایران څخه هرات ولایت ته په راغلي رېلګاډي کې د سمینټو د بار ترڅنګ یو شمېر سپرلۍ او دغه راز د ایران د رېللارې چارواکي سپاره وو. ایراني چارواکي به په هرات کې له افغان چارواکو سره غونډې ولري.

د ایران او افغانستان ترمنځ پر رېلار، د ۲۰۰۶ کال په جولای کې کار پیل شو خو کار یې بیا بیا وځنډېده تر دې چې په وروستیو کابو دوو کلونو کې پر دې کرښه جدي کار پیل شو.

پر دې رېللار په ۴ پړاوونو کې کار کېږي. په لومړي پړاو کې یې کار د ایران له خاف (خواف) څخه پیل شو.

وروستی یا درېم پړاو یې چې د هرات تر روسنک سیمې پورې رسېدلی، ۶۲ کیلومتره دی او ۳ تمځي لري.

ټاکل شوې ده چې د دې رېللارې څلورم پړاو په دوو فیزونو یا برخو کې جوړ او د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسېږي.

حاضردمه د ازبکستان او مزارشریف ښار ترمنځ هم رېلاګاډی تګ راتګ کوي. په پام کې ده چې د هرات رېلار په اقینه بندر کې د ترکمنستان له رېلارې او په مزارشریف کې د اربکستان له رېللارې سره ونښلول شي.

د افغانستان له لارې د رېلګاډي په وسیله د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نښلېدا به د افغانستان د شمالي ولایتونو له اقتصادي ودې سره ډېره مرسته وکړي.

1 COMMENT

  1. هیله ده چی دا ۴۰۰ ټنه بی کیفیته سمنټ د سمنټو بیه را کوزه کړی او په داخلی تولیداتو بد اغیز ونکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب