شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهارین: طالبانو تېره یوه میاشت کې ۱۳۴ ملکیان وژلي

ارین: طالبانو تېره یوه میاشت کې ۱۳۴ ملکیان وژلي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله‌والو طالبانو په تېره یوه میاشت کې د بریدونو په ترڅ کې ۴۷۶ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، وسله‌والو طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۱۶ ځانمرګي بریدونه، ۱۶۸ ماین چاودنې ترسره کړې دي.

نوموړي ویلي، د یادو چاودنو او ځانمرګو بریدونو له کبله ۴۷۶ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۳۴ ملکيان وژل شوي اوو ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې، خو په افغانستان کې وسله والو طالبانو جګړې او تاوتریخوالي ته زور ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب