شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بې ماسکه مشتریانو پېژندونکی روباټ

د بې ماسکه مشتریانو پېژندونکی روباټ

تاند- جاپان چې مخکې پکې په یوه هوټل کې له روباټ څخه د ګارسون په توګه کار اخیستل پیل شوي وو، اوس په دغه هیواد کې یو روباټ د دې لپاره جوړ شوی چې په پلورنځیو کې بې ماسکه مشتریان وپېژني او خبرداری ورکړي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دا روباټ، چې د جاپان د پرمختللې ټکنالوژۍ څېړنیز انستیتویت په کیوتو کې جوړ کړی، هغه سودا اخیستونکي ته چې ماسک ونه لري، په مودبه لهجه وايي، «باید ماسک وکاروې.»

دا روباټ خلکو ته د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واټن د رعایتولو سپارښتنه هم کوي.

پر دې روباټ یې روبو وای (Robovie) نوم ایښی.

دا روباټ د جاپان د مخابراتي تحقیقاتو نړیوال انستیتوت جوړ کړی دی.

دی د جاپان د روغتیا وزارت د لارښوونو پر اساس خلکو ته سپارښتنې کوي.

په جاپان کې ټولټال یولکو ۵۰ زره تنه په کورونا وایرس اخته شوي چې د هغو له منځه ۲ زره ۷۵ تنه مړه شوي دي.

تر دې کلونه وړاندې په جاپان کې یوه هوټل د مېلمه پالو په ځای له روباټونو څخه کار واخیست.

همداراز د تېر نوومبر په لومړیو کې د د چین د شانګهای ښار په یوه رستوران کې د ګارسون په ځای روباټانو کار پیل کړ.

د شانګهای په هیما رستوران کې روباټیک ګارسونان مشتریانو ته ډوډۍ رسوي او د هغوی سپارښتنو ته ځواب وايي.

مشتریان د یوه اپلیکېشن له لارې د رستوران روباټانو ته فرمایش ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب