جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېاقتصادځان ته څنګه کار پيدا کړو | رفيع الله ارمان

ځان ته څنګه کار پيدا کړو | رفيع الله ارمان

هوسا ژوند، ښه کاربار او ټولنيز موقف د هر ځوان هيله او ارمان دی. له يوې خوا وينو چې ډيری خلک د موډرن او تامين ژوند خاوندان دي او زموږ په نظر ډيرې پيسې لري او خورا ساعت يې تير دی!

ممکن دا په دې پورې هم اړونده نه وي چې دوی ټولو له يوې مخې چور او غلا کړې او له هيواد سره يې د خيانت په پايله کې ګټلې دي. هو که د افغانستان ډيری خلک بډای وينو نو داسې خلک هم پکې شته چې پوره محنت يې ګاللی، سختې يې تيرې کړې دي، فکر يې کړی، خپل وخت يې مديريت کړی، له مختلفو لارو يې د ژوند ښې ګڼې پلټلې دي، موخې يې درلودلې دي، له پوره زغم او حوصلې يې کار اخيستی دی. ښه نو دوی دا هر څه څنګه په لاس راوړي دي؟ او له کومه ځايه يې پيل کړو؟!

يو چيرته مې ولوستل چې که د ځان او شخصيت په اړه مو نه پوهيږئ، نو د هغو کسانو کړوه وړه و ارزوئ چې ستاسو ورسره ملګرتيا ده، بیا کولی شئ چې د کاربار په فکر کې شئ.

که تاسو ټوله ورځ د ښه کار په فکر کې ياست او مسلسل همدې فکر ته لاس تر زنې ناست ياست، نو څوک به کار پيلوي؟ ښکاره ده چې په خپله، ته. نو يوازې د کار په تمه کيناستل بيا هم کيناستل او بې کاري ده. 

نو همدا اوس را ويښ شئ، همدا اوس عملي ډګر ته را ووزئ. ځان سره څو شيبې فکر وکړئ، چې څه ترسره کولی شئ، په څه شي کې وړتيا لرئ، کوم هنر او فن مو زده دی!

ضرور نه ده چې تاسو اوس له ځانه د معجزې تمه ولرئ. هر انسان يوه تر ټولو متفاوته ځانګړنه لري چې که يې هغه وپالله او وده يې ورکړه، نو که نابغه ځنې جوړ نه شي خورا يو ښه فکر لرونکی او تخليق ګر به خامخوا شي.

که بيا هم ځان درته د کومې ځانګړې وړتيا او کسب درلودونکی نه در ښکاري، بيا هم سل او زر لارې شته چې تاسو پرې د کار او بار محل ته بيايي. 

همدا اوس تر ټولو در لنډ بازارګي ته ولاړشئ، په يوه ګوښه کې څو شيبې ښاريان و څارئ، بيا د ښار يوه بله برخه تر نظر تيره کړئ، زرګونه کسان به وګورئ چې په ډيرو آسانه خو مهمو کارونو بوخت دي. د هر يوه کار چې درته ګټور او آسانه ښکاره شو، لږ يې نور هم په اړه فکر وکړئ، بيا ولاړشئ د همغه کاري باري سره خبرې وکړئ، پوښتنې ترې وکړئ، رازونه يې را وپلټئ او چل يې ترې زده کړئ.

دلته يو ځل بيا تکراروو چې لا هم لاس تر زنې نه يو ناست او د ښه کار بار پيدا کولو لپاره بازار ته را وتلي يو!!! يوازې د ښه کار پيدا کولو په تمه اوسيدل د بې کارۍ لمړی عنصر دی، نو و مو ويل چې د يوه بازار په څنډه کې د کارباريانو نندارې ته ولاړ يو، غواړو چې د کار چل ترې زده کړو.

ښه، که مو د کوم کاربار فکر او چل زده شو نو پيل خو يې بيا بيخي آسانه او له تلوسې ډک دی.

په ټيم فکر وکړئ، کاري ساحه درته انځور کړئ، تر ټولو مهمه دا چې ادامې ته به يې ژمن وئ، ژر  به ورسره نه ستړي کيږئ، پوره حوصله او وخت به ځان ته ورکوئ. 

ځکه ښه کاربار اوږدې مودې او حوصلې ته اړتيا لري.

که مو پوهنتون لوستی وي او بيا هم کاربار او سالمه بوختيا نه لرئ نو بيا بشپړ تاسو پړه ياست!

ځکه که تاسو واسطه بازي او انډيوال بازي بهانه کوئ، بيا خو ډيری داسې کسان چې تاسو يې خپله هم منۍ چې نه واسطه لري او نه کومه بله يارانه چې خورا ښه موقف او دنده لري! هغه څنګه؟!

که تاسو په يوه خاصه برخه کې مهارت ولرئ او يو نوی شی اختراع کړئ، حداقل خو له نورو متفاوت ياست، نو خپله به درته پته ولګي چې څومره درته اړتيا ده،  او خلک درسره څنګه چلند کوي او حترام مو کوي، هر څوک غواړي چې ستاسو په شان واوسي. نو بيا خو ډيره غريبي او واسطه بازي هم نه ده ملامته.

که د تخصصي پوهې په ګاڼه سمبال، د اخلاقو او ټولنيزو بدلونونو سره متواضع ونه اوسو نو بيا مو هم بي کاري هميشنۍ برخه ده. 

ليکل او لوستل د ژوند د ټولو اړخونو او برياو کلي په لاس در کوي. د لوستو کسانو لپاره خو اصلاً ځای د شکايت نشته چې کاربار نه پيدا کيږي!


د کاربار په اړه په دې وروستيو کې خورا ښکلي کتابونه چاپ شوي دي، که يې په کار پسې مطالعه کړئ ډير ژر به کاري باري کس درنه جوړ شي.

ټولنيزې اړيکې او د عصر له شمال سره سم الوتل مو يوه ورځ د ښه کار بار په بڼ ور سموي.

که دغه ليکنه رالنډه او چاڼ کړو نو فکر، عمل، موخې، مسلسل تعقيب، صبر، حوصله او وخت د ښه کار بار کليانې دي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب