شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پوهنې وزارت دې له سیاست لېرې مسلکي شي

د پوهنې وزارت دې له سیاست لېرې مسلکي شي

ډاکټر عطاالله زیارمل

د پوهنې وزارت چارواکو په دې وروستیو کې په ډېره بیړه ځینې داسې کارونه وکړل چې اصلي موخه یې په یاد وزارت کې د اصلاحاتو په نیت نه وه او داسې معلوم شول چې تر پارلمان پورې د تګ څخه مخکې په داسې کارونو باندې ځان مکلف ګڼي. دا ځکه چې هلته یې یاد هم کړل چې ګواکې موږ د پوهنې وزارت لپاره یو ښه پلان لرو او د دې پلان له مخې مو دا دی په خپل وزارت کې دا ډول سمونې وکړې. په دې ټېل ماټېل کې یې خپل باتجربه کدرونه هم له وزارت څخه لېرې او په کور کښېنول. له دغو کسانو څخه یو هم ډاکټر صیب ابراهيم شینواری و، چا چې په ډېره پاکه او سپېڅلې مینه د وطن د بچیانو د تعليم لپاره شپه او ورځ زحمت ګاله او د همدې ورځو په تمه یې شپې سبا کولې چې کله به دغه وزارت له سياسي کړیو او د غرض د خاوندانو له ګوتو څخه مسلکي هغو ته په لاس ورځي.

نوموړی د وزارت د نویو چارواکو په راتګ خوشبين و چې په وزارت کې به له دې وروسته که خدای ج کول د مسلکي کارونو د کولو لاره خلاصه شي،‌ خو هغه څه فکر کاوه چې د دې چارواکو لومړی ګوزار به پر ده وي. نو دا چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو له خوا د پوهنې وزیرې ته رایه ور نه کړل شوه، نو د نورو دلایلو په څنګ کې ممکن دا دلیل هم و چې د پارلمان غړو ته یې په دې قناعت ور نه کړای شو چې خپل دغه د علی العجالې کارونه سم توجیه کړي. همدا وجه به وي، چې وکیلان په داسې کړنو خوښ نه شول چې خپل ملاتړ د سرپرستې وزیرې له کارونو څخه څرګند کړي.

دا به اوس ټولو ته نوره هم جوته شوې وي،‌ چې په بیړه کارونه نه کېږي او پایله یې بې خونده وي. دا خو یې بې ځایه نه دي ویلي،‌ چې بیړه د شیطان کار ده. نو پر ځای د دې چې پر نورو کارونو باندې یې فکر کړی وای، د هغو کسانو په کور کېنول یې د ځان لومړیتوب وټاکه چا چې کلونه کلونه له خپل رسمي کارونو څخه وړاندې په رضاکارنه ډول او هم دا تېر پنځه کاله په همدې وزارت کې د کار تجربه درلوده او تر ټولو مهمه دا چې په اداري فساد کې یې لاس نه درلود. هغه چې په دې وخت کې یوه لویه ستونزه او سرخوږی بلل کېږي او د حکومت نوم یې په ملي او بین المللي کچه بد کړی دی. حکومت د خپل کړي تعهد او د زیاتو پړسېدلو تشکیلاتو د شتوالي سره سره له دې کرغېړنې پديدې سره لاس او ګریوان دی او لا تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې ځان نورې نړۍ او مالي بسپنه ورکوونکو ته پاک ثابت کړي. د پاک نفسه کسانو په کور کښېنول هم دغه شک لا نور په یقین بدلوي چې حکومت د دې ستونزې د حل لپاره ژمن نه دی.

له بده مرغه،‌ په دې وخت کې د اداري فساد ډډوزې له هرې ادارې او دفتره راووتې خو په دې تېرو پنځو کالو کې نوموړي تر اوسه خپل ځان پاک ساتلی و او خلک یې په پاک نفسۍ باندې معترف دي. داسې ښکاري چې د وزارت دې وروستیو کړنو د وکیلانو غوسه هم را پارولې وي او د پوهنې وزیرې ته یې خپله رایه نه وي ورکړې. ځینې بیا د ایتونو او حدیثونو زور هم کم نه ګڼي، ځکه چې وکیلانو به هم خپلو مؤکلینو ته داسې څه نه په ګوتو ورکول چې دوی بیا پرې ملامت کړي.

په هرصورت، دا چې د کوم دلیل له امله اغلې رنګینه د باور رایې په اخیستلو بریالۍ نه شوه، ډېره مهمه نه ده. ترټولو مهمه دا ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه وزارت ته بیا څوک معرفي کوي؟ نن سبا په خواله رسنیو هم ډېر عکسونه ښکته پورته کېږي چې هر څوک د خپلې خوښې کس مخ ته مخ ته کوي. که ولسمشر غواړي چې د ښوونې او روزنې د وزارت لپاره یې نوی وزیر له ولسي جرګې د اعتماد رایه اخیستې وي او کابینه یې په کدري او داسې کسانو بشپړه شوې وي،‌ چې په ولس کې ښه نوم ولري نو پر ډاکټر صیب شینواري دې لاس کښېږدي او وزارت ته دې ونوموي ترڅو هغه د باکیفته زده کړو ارمان پوره کړي، هغه چې کلونه کلونه یې ور ته کار کړی او د صلاحیت په نه درلودلو یې نشوای کولی چې له سياسي کړیو څخه یې مسلکي کړي. تل یې د هغه د پروګرامونو مخه نیوله. اوس که ور ته صلاحیت ورکړل شي نو دغه ارمان به له شغنان نه تر نیمروزه په سمه توګه تطبیق او یقيني کړي.

باوري یم چې که بیا څو کاله په دې وزارت کې پاتې او د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري یې سياسي ملاتړ وشي، نو ټول به د دې شاهدان واوسو چې دغه وزارت څنګه له سیاسي کېدلو څخه مسلکي کېدلو ته بیايي او د نورې نړۍ له تعليمي سیسټمونو سره به یې څنګه همغږی کوي په داسې حال کې چې خپل ديني او کلتوري ارزښتونه به یې هم په پام کې ساتلي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب