جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeکلتورسینمااسکر ته د هند له لوري کاندید فلم

اسکر ته د هند له لوري کاندید فلم

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۳)هند یوازې بازاري او تجارتي فلمونه نه جوړوي، بلکې هنري فلمونه هم جوړوي.

د هند د فلمونو فدراسیون خپل یو فلم (جالیکاټو) د خپل هیواد د استازي په توګه د اسکر اکاډیمۍ ته معرفي کړی دی.

دا فلم چې په ۲۰۱۹ م کال په لندن، تورنتو، بوسان او ستوکوهلم کې نندارې ته وړاندې شوی او په څو فیستوالونو کې ښه ځلېدلی، د هند له لوري د اسکر د نړیوال فیستوال په بهرنیو فلمونو کې سیالۍ ته وړاندې کېږي.

د دغه فلم، چې په تیلوګو ژبه دی، کیسه د یوې غوا په اړه ده چې په یوه کلي کې له مسلخ څخه کراره تېرېږي او کلي ته ننوځي. د غوا تېرېدا د دې سبب کېږي چې کلیوال په متفاوتو نظرونو سره راټول شي چې دا څاروۍ ونیسي.

دا فلم پلیسري (Lijo Jose Pellissery) جوړ کړی دی. د ده څو نورو هنري فلمونو هم د هنروالو پام ځان ته اړولی دی خو د هند په ټولنه کې، چې خلک تجارتي فلمونه ډېر خوښوي، له چندان هرکلي سره نه دي مخامخ شوي.

سږ کال د بېلابېلو ژبو ۲۷ فلمونه اسکر ته غوره شوي وو چې د هغو له منځه جالیکاټو غوره شو. دا فلم د یوې لنډې کیسې پر اساس جوړ شوی دی.

هند له ۱۹۵۷ م کال راهیسې هر کال د اسکر جایزې ته کاندید کړی خو تر اوسه پورې یې ۳ ځلې جایزه ګټلې ده.

په ۱۹۵۸ م کال «د هند مور»، په ۱۹۸۹«سلام بمبي»، په ۲۰۰۲ «لاګن» د هند په استازیتوب د اسکر د بهرنیو فلمونو جایزې ګتلي دي.

د اسکر ۹۳ پړاو دراتلونکي کال د اپریل په ۲۵ نېټه جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب