د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه
لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
د محمد محق، چې یو تکړه عالم او صاحبنظر افغان دی، دا اثر تکړه لیکوال ډاکتر محب زغم ژباړلی دی. دا اثر، چې د دیني افراطیت ریښې نښانې پکې سپړل شوي، په څو برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي. تاند
فهرست:
سریزه …….
د جهاد سپړل، د توندلارو له غوسې د منځلارو تر رحمه پورې …..
تکفیرګري او ریښې یې …..
ټروریزم او د عقیدې د دفاع پلمه ….
په افغانستان کې د سرلارو وژنې، په فرهنګ یا ایډیالوژۍ کې ….
د کرکې خپرول او افراطیت …..
د بنسټپالنې د مقابلې پر څرنګوالي شکونه …..
دین د هویت په توګه ……
په اسلام کې د قدرت ناسپړل شوې غوټه…..
د شریعت تطبیقول او د بنسټپالو غلط فهمي…..
د افغانستان په تعلیمي نظام کې د افراطیت پل…..
ښځه او د عقل نقصان…..
په قرآن کې ظنی الدلاله او په دیني مناقشو کې یې نقش…….
سریزه
د افراطي ډلو بې پایه وحشت او وینې بهونه د هغې تیارې شپې غوندې دي چې توره تروږمۍ یې ساهګانې په سینو کې بندوي او د خواجه حافظ شیرازي دغه وینا تداعي کوي چې: “شب تاریک و بیمِ موج و گردابی چنین هایل..” (شپه ښه تیاره، د څپې وېره او تر منځ مو هم ګرداب …) او ما د مقالو د دې ټولګې عنوان له همدې بیت څخه راواخیست، سره له دې چې هیله لرم چې کوم هایل ګرداب به مو په مخ کې نه وي! [د ښاغلي محق د کتاب اصلي عنوان «بیم موج» دی چې په پښتو کې «د څپې وېره» کېږي، خو ما ته په پښتو کې «ماته بېړۍ» ښه عنوان ښکاره شو ځکه چې په وطن کې مو ورځ تر بلې حالات لا ترینګلي کېږي، د ناپوهۍ، جهل، افراط، بنسټپالنې او توندلارۍ توپان له یوې خوا او په کور د ننه ځانځانۍ، بې اتفاقۍ، د یو بل پر ضد دسیسې او توطئې، د دیموکراتیکو بهیرونو بدنامول، دوه سري حکومتونه، اداري فساد او د حکومتي کارمندانو ناکاري … هغه عاملونه دي چې زموږ د وطن او ولس بېړۍ یې ماته کړې ده. ښايي استاد محق به ښهوینی (خوش بین) انسان وي چې لا هم یوازې د څپې وېره لري خو بېړۍ روغه ګڼي، خو له بده مرغه ما ته بېړۍ هم ماته ښکاري. ژباړن]
خو دا چې وینو یې یوازې یوه څپه ده او که څومره هم وېروونکې وي، تېره به شي، یا داسې توپان دی چې لا یې له یوې څپې نه یو وتلي چې بله څپه یې رارسېږي؟ د دې پوښتنې ځواب د وضعیت په اړه زموږ په تحلیل پورې اړه لري.
د دې قلم د څښتن په فکر، د افراطیت دا اوسنۍ توندې ویجاړوونکې څپې زموږ د تمدن د بې ثباته او توپاني وضعیت ښکارندویه ده. تمدني بحرانونه پایېدوني وي، نه په یوه شپه کې زېږي او نه په یوه ورځ کې ختمېږي. د دغه تمدنې پرځېدنې بُعدونه د افراطیت تر پدیدې ورهاخوا نور شیان هم رانغاړي. د قانون د حاکمیت شدیده کمزوري، د عقلانیت منطق ته غاړه نه اېښودل، له هغو خرافاتو څخه لاس نه اخیستل چې له عمل سره په ټکر کې دي، د اخلاق مقام ته اهمیت نه ورکول، د اخلاقي فضیلتونو پر ځای په دودیزو رواجونو پورې نښتل، له طبیعت او چاپېریال سره بې غوري، د نظري حکمت او فلسفې ناروغي، د مادي او معنوي سرچینو په ښه کارولو کې ناتواني، د انسان د مقام او کرامت نه درک کول، د دغې تمدني پرځېدنې مختلف ګوټونه دي.
له دې تنګي څخه د تېرېدو لپاره لویې هڅې په کار دي چې تعلیمي نظام مو منظم کړي؛ اقتصاد مو وغوړوي؛ مدیریت مو عصري شي؛ د نوې ټکنالوژۍ د سمې کارونې فرهنګ راکې پیدا شي؛ نړۍ، انسان، ژوند او هستۍ ته مو د کتلو انداز بدل شي؛ او ډېرې نورې چارې مو سمې شي. په دې منځ کې یو شی چې اړتیا ورته لرو، د دیني فکر اصلاح او له دیني فکر څخه د هغو زنګونو لرې کول دي چې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې یې د دیني فکر اغېزه خورا کمه کړې ده.
په اسلامي تمدن کې دین له هماغه پیله محوري نقش لرلی دی او دغه نقش تر ننه پورې په یو ډول رارسېدلی دی. خو نن سبا، د دین هغو تفسیرونو چې له عقل سره دښمني او له اخلاقو سره تربګني لري، پر اسلامي تمدن او په نړۍ کې د مسلمانانو پر ونډې ویجاړوونکې اغېزې ښندلي دي. نو د دیني ارشاداتو د داسې تفسیرونو د خپرولو لپاره هلې ځلې چې له عقل، اخلاقو او معنویت سره برابر وي، په آخر کې به مو د دې ناروغۍ په علاج کې مرسته وکړي. بیا به مسلمانان له دې عصر او وګړو سره د تقابل پر ځای د تعامل او تعاون خوا ته درومي او د مځکې په آبادولو کې به ونډه اخلي او د دې نړیوال کلي له نورو اوسېدونکو سره په ګډه د نوي عصر پر ننګونو لاسبري کېږي او د دې عصر له فرصتونو څخه به د ټولو وګړو په ګټه کار اخلي.
دغه ټولګه چې زما د دوو وروستیو کلونو لیکلې مقالې رانغاړي، په همدې تګلاره لیکل شوې ده. د دې ټولګې مبحثونه د جهاد له راسپړلو او تکفیر او نفرت خپرولو ته د تمایل له نقش څخه پیلېږي او د مقدسو متنونو پر پېچلتیا ختمېږي. د لیکوال په باور، دا چې ځینې خلک ګومان کوي دیني نصوص ایکي یو تعبیر لرلای شي او یا یوازې د یوه تعبیر په ګټه تعصب کوي، هغه هم داسې تعبیر چې په ډېرو پخوانیو پېړيو کې د هماغه مهال د تاریخي عاملونو په وجه رامنځته شوي دي، نو په آخر کې به هماغه ځای ته مو ورسوي چې وینو یې، یعنې تکفیر، ټرور، او انتحار … دا کار له متن څخه سیالیت او جاري والی اخلي او د انسان فهم او درک کنګلوي، بیا به په متن باندې د انسان پوهېدنه وچه کلکه، ډبروزمه وي او د همدې وچې پوهېدنې نتیجه به په خپلو وینو کې د بنيآدمانو لمبول وي.
که د دې اثر خپرېدل د دیني فکر په حوزه کې د انتقادي خبرو اترو په تودېدو کې مرسته وکړي او د وینې بهونې او خشونت په کمولو کې ان کمه ونډه هم واخلي، ګټه به یې دوه برابره شي. ډېر کلونه کېږي چې زموږ په ټولنه کې د دیني فکر د مختلفو بڼو او مختلفو رنګونو له حده زیاته دعوتګري باب شوې ده او دا چاره سبب شوې ده چې دینداري برسېرنه شي او کله کله دیني نیهیلیزم «Nihilism» (هېڅ انګېرنه) رامنځته کوي چې تر ټولو څرګنده نښه یې دیني ځانوژونه ده. د دې شي په اثر، ډبروزمو تګلارو د پوښتنو پر مخ لاره بنده کړې ده او انتقادي فکر یې چې د هر فرهنګ او تمدن د غوړېدا لازمه ده، له پښو غورځولی دی. په دې هیله چې دغه پاڼې به د تمدن د غوړېدا په لوري کړکۍ پرانیزي.
محمد محق
۱۳۹۸
قاهره
(1)
د جهاد سپړل
د توندلارو له غوسې د منځلارو تر رحمه پورې
د پیل خبرې:
د جهاد فقه هغه موضوع ده چې هم د مسلمانانو په دودیزه فقه او هم د معاصرو سیاسي اسلامکارو په ادبیاتو کې ورته پام شوی دی. دا اصطلاح هغو مباحثو ته ویل کېږي چې د جهاد فقهي احکام څېړي، مثلاً: جهاد په کومو شرایطو کې فرض کېږي؟ څوک د جهاد په کولو مکلف دي؟ جهاد د چا په وړاندې کېږي؟ جهاد اساساً دفاعي جنګ دی که یرغلیز؟ جهاد یوازې په جګړه کېږي که غیرجنګي بڼې هم لري؟ د جنګي اسیرانو حکم څه دی؟ د جنګي یرغملو حکم څه دی؟ د اسلام د پیروانو په مقابل کې هم جهاد کولای شو؟ د نورو په مقابل کې جهاد د دینونو د توپیر په وجه فرض کېږي که د سیاسي او ټولنیزو شرایطو په وجه؟ په جهاد کې د ټولو هېوادونو حکم یو شان دی که یوازې به دارالحرب کې جهاد کولای شو؟ په دې باب ډېرې نورې پوښتنې هم شته او د جهاد فقه دغو ټولو پوښتنو ته ځواب وايي.
د جهاد د احکامو په اړه نظرونه د اسلامي فقهې د پیدایښت له وخته تر ننه پورې متفاوت پاتې شوي دي، خو په اوسني عصر کې دا توپیر په دوو عمدا لیدلوریو کې راښکاره شوی دی، یو یې د معتدلو دودپالو لیدلوری دی چې جهاد اساساً دفاعي جګړه ګڼي، سره له دې چې یرغلیز جنګ هم په ځینو شرایطو کې جایز او کله کله لازم ګڼي. دوهم یې د توندلارو اسلامکارو لیدلوری دی چې جهاد د دین د خپرولو تر ټولو مهمه وسیله بولي او یرغلیز جنګ یې ګڼي.
درېم لیدلوری هم شته خو هغه په فقهي لحاظ نه، بلکې په اخلاقي او عرفاني لحاظ جهاد کوي او عمدتاً د نفس پر تزکیې او د باطن پر اصلاح باندې تمرکز کوي. دوی ته جهاد له نفس او دروني شیطان سره مبارزه ښکاري. خو دا لیدلوری په فقهې پورې اړه نه لري او د شریعت د عالمانو په منځ کې غښتلي اصولي مبنا یې نشته، خو بیا هم له فقهې مبحث ورهاخوا په خپل ځای کې مهم دی او په خاصو برخو کې کارېدلی شي.
خو دوه لومړني لیدلوري ځکه عمده لیدلوري دي چې دواړه پر فقهې تکیه لري. د دواړو لپاره د آیتونو او حدیثونو له استدلال څخه رانېولې، د فقهې تر قواعدو او اجتهاده پورې او د اسلامي تاریخ د مختلفو دورو د فقیهانو تر بې شمېره قولونو پورې تکیې شته. طالبان، القاعده، داعش، بوکوحرام، الشباب، جبهه نصرت او داسې نورې ډلې چې لږ ډېر د جهادي سلفیت (سلفیت په عامه معنا) میراث خواره دي، د دوهم لیدلوري پلوي دي. دغه ډلې ګومان کوي چې کارونه او اعمال یې د دیني فریضې او ان د خورا مهمې دیني فریضې ادا کول دي. په مسلمانو ملکونو کې روان جنګ او هغه تشدد چې توندلارې ډلې یې په نورو هېوادونو کې کوي، پر سیاسي او ټولنیزو عاملونو سربېره، غښتلې فقهې تکیه لري او تر شاه یې د دین له تفسیرونو څخه یو تفسیر ولاړ دی. دغه ډلې په خپل خاص دیني تفسیر وچ کلک باور لري او همدا وجه ده چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د اسلام له نوم سره جنګ او تشدد غوټه شوي دي. اوس مهال په دنیا کې بل هېڅ داسې دین نشته چې په جګړو او تشدد دې مشهور وي. البته خشونت د اکثرو نورو دینونو په تاریخ کې هم کم یا زیات شته او اوس مهال له دیني اعتقاداتو څخه پرته د خشونت او تشدد نورې انګېزې هم شته.
د مسلمانانو هغه ډلې چې په دې وضعیت خوشحاله نه دي، او د توندلارو جهادیانو په اعمالو غوسه دي، د دې لپاره چې د اسلام لمن د تشدد له داغه پاکه کړي، د تشدد پسندو ډلو باورونه او د جهاد په اړه د دوی نظر نقدوي. دوی د جهاد په باب بل نظر وړاندې کوي او فکر کوي چې همدا د جهاد په اړه سم نظر دی او تشدد ختموي. دواړو خواوو د دې کار لپاره پرېمانه کتابونه، مقالې، راډيويي او ټلویزیوني بحثنونه تولید او خپاره کړي دي. د دې ټولو آثارو او بحثونو کتل لویه څېړنه غواړي، خو د دواړو خواوو د لیدلوریو د زړي او جوهر د معلومولو لپاره د دوی تر ټولو مهم آثار غوره او څېړلی شو.
د دې کتاب لیکوال، دوه اساسي کتابونه د دغو دوو فکري بهیرونو په استازیتوب، څېړي چې تر دې دمه په دې باب تر ټولو مهم او جدي آثار دي. یو کتاب “مسائل فی فقه الجهاد” د ابو عبد الله المهاجر تألیف دی او بل یې “فقه الجهاد، دراسة مقارنة لاحکام الجهاد و فلسفته فی ضوء القرآن و السنة” د یوسف قرضاوي اثر دی. همدا دوه کتابونه د دواړو بهیرونو عمده دلیلونه راښيي.
لومړی کتاب چې تر پنځو سوو زیات مخونه لري، د داعش، القاعده او ځینو نورو جهادي ډلو د تکیې او استناد تر ټولو مهم کتاب دی او دوی د خپلو فعالیتونو لپاره شرعي توجیه له همدې کتاب څخه اخلي. د دې کتاب لیکوال، ابو عبد الله المهاجر چې اصلي نوم یې عبد الرحمن العلی او اصلاً مصری دی، په فقه کې د ابو مصعب زرقاوي استاد و. زرقاوي د داعش معنوي پلار او لومړنی بنسټوال و. (1) دا خبره مشهوره ده چې ابو مصعب زرقاوي له هغه څخه څلور کال دیني درسونه ویلي وو او خپلو پیروانو ته به یې ویل چې دا کتاب دې ولولي. ځینې نظروال وايي چې که د همدې سړي نظرونه نه واي، ښايي القاعده او داعش به نه پیدا کېدل.(2)
لیکوال د دې کتاب په مقدمه کې وايي چې دا کتاب په حقیقت کې د یو بل لوی کتاب یوه برخه ده چې هغه کتاب”الجامع فی فقه الجهاد” نومېږي او دا برخه یې د «وینې احکام او متعلقات یې» څېړي. دی وايي چې د کتاب دا جلا برخه یې د یو داسې کس په غوښتنه لیکلې ده چې له لبیک پرته یې بل څه ورته ویلی نه شو. (المهاجر، ابو عبد الله، مسائل فی فقه الجهاد، ص ۸)(3) هغه په ټوله نړۍ کې د جهادي ډلو په منځ کې لوړ مقام او زیات شهرت لري خو له دې بهیرونو څخه بهر چندانې پېژندل شوی نه دی.
دوهم کتاب چې دوه ټوکه او څه باندې ۱۴۰۰ مخه لري، د یوسف قرضاوي دی. قرضاوي د ابو عبدالله المهاجر برخلاف، په عمومي کچه پېژندل شوی شخصیت دی او کله خو د نړۍ په اغېزناکو خلکو کې هم یاد شوی دی. هغه په فکري لحاظ په اخوان المسلمین پورې اړه لري او د ډېرو کسانو په باور د دې ډلې معنوي پلار ګڼل کېږي. سره له دې چې هغه ډېر کلونه مخکې د دې سازمان رسمي عضویت پرې اېښی دی او په تشکیلاتي چارو کې یې ونډه نه لري، خو یې لا هم خپل ځای ځایګی د دې ډلې د تر ټولو مهم متفکر په حیث په نړۍ کې ساتلی دی. پر دې سربېره، هغه په ټول تاریخ کې د اخوان المسلمین تر ټولو نامتو او نامي فقیه دی او د دې سازمان تر هر مشهور کس لکه حسن البنا، مودودي، او سید قطب، په اسلامي فقه زیات پوهېږي. سره له دې چې هغه په نورو برخو کې هم لیکنې کړې دي خو اصلي تخصص یې فقه دی. ښايي پر فقهې تسلط به سبب شوی وي چې دی سره له دې چې د اسلام د سیاسي تفسیر دفاع کوي خو بیا هم په دې ډلو کې تر ټولو معتدل کس دی، البته په خپل فکري دریځ کې، نه په سیاسي دریځ کې. قرضاوي ځان د داسې بهیر استازی بولي چې پخپله یې “الوسطیة” ګڼي، یعنې منځلاری بهیر. د ده په باور دا د افراط او تفریط تر منځ منځنۍ لاره ده. د جهاد په اړه د قرضاوي نظر، خامخا د اخوان المسلمین نظر هم نه دی، ځکه چې د اخوان په منځ کې د سید قطب او مودودي له لیدلوري رانېولې د قرضاوي او نورو تر نظرونو پورې مختلف بارونه دي.
قرضاوي په دې کتاب کې هڅه کوي داسې فکري تمایل انځور کړي چې د دې لیکنې په پيل کې مو «معتدل دودپال» ګڼلي دي. قرضاوي د دې کتاب په مقدمه کې کاږي: “دا کتاب د مسلمان او غیر مسلمان لوستونکي لپاره د اسلام د یوې خورا مهمې قضیې په اړه نوی فرهنګ او نوې پوهه وړاندې کوي. دا هغه قضیه ده چې ډېر پخوا راهیسې مسلمانان او غیر مسلمانان د هغې په فهم کې له ابهام او التباس سره مخ دي.” (القرضاوی، یوسف، فقه الجهاد، ص۱۱). (4)
د دې دوو تګلارو لومړنی توپیر همدلته معلومېږي، ځکه چې قرضاوي خپل کتاب هم د مسلمانانو او هم د نامسلمانانو لپاره لیکلی دی، حال دا چې ابو عبدالله المهاجر د خپل کتاب په مقدمه کې وايي چې: “دا رساله مې د هغو کسانو لپاره نه ده لیکلې چې د خدای له امره سر غړوي؛ د خدای له شریعته لرې کېږي؛ پر احکامو یې ملنډې وهي؛ او څه چې هغه رالېږلي دي، نامطلوب ګڼي … همدارنګه دا کتاب مې د هغو کسانو لپاره نه دی کښلی چې د خدای او پيغمبر تر حکم خپل عقل غوره ګڼي؛ او د آسماني رڼا پر ځای ځمکنۍ تروږمۍ چې د کثافاتو غوندې فکرونه او هوسونه او د شرق او غرب د کافرانو سیاستونه دي، غوره کوي … هماغسې چې دا کتاب د هغو ماتو شویو لښکرو لپاره هم نه دی چې نامطلوب واقعیت مني، حق له باطل سره ګډوي، د خدای په امر کې دوه مخیتوب کوي او په خپل ګومان د پخلا کولو نیت لري، حال دا چې کار یې پینه کاري او تلفیق دی، هغه کسان چې هر څه غواړي، خو په دین باندې ټینګې منګولې لګول نه غواړي!” د ده د کلام له لحنه ښکاري چې اکثره مسلمانان هم د ده مخاطبان نه دي، نامسلمانان خو لا پرېږده. هغه په ښکاره وايي چې کتاب یې خاص د مجاهدانو لپاره کښلی دی، یعنې د هغو کسانو لپاره چې د ده په باور:”د خدای امر ته مطیع دي، احکام یې په سر سترګو مني، او شریعت ته یې داسې تسلیم دي لکه مړی چې مرده شوی ته تسلیم وي {..}(5) هغه کسان چې شمېر یې لږ دی او مقام یې له خدای سره لوړ دی {..} هغه ډله چې سرلاری او الګو یې د مخلوقاتو سردار (ص) دی، هماغه سردار چې ویې ویل: په هغه چا مې قسم دی چې زما ژوند یې په لاسونو کې دی، له هغوی سره به پر دې کار تر هغې پورې وجنګېږم چې سر مې پرې شي او خدای خپل فرمان جاري کړي” (المهاجر، هماغه)
نور بیا