جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد عجایبو وطن او عجیبه اصطلاح| جاوید ستانکزی

د عجایبو وطن او عجیبه اصطلاح| جاوید ستانکزی

دا یوه جمله په ټولنیزو رسنیو کې ډیره لیکل کیږي «افغانستان دعجایبو وطن» او که خوا مو بده نه شي نو په افغانستان کې داسي عجیبه انسانان ډیر شته چې له برکته یې افغانستان د عجایبو وطن بللی شي. د هری ټولنې په څیر په افغاني ټولنه کې هم ډول ډول مرضونه موندل کیږي خو د نفاق مرض په کښې ترټولو زیات دی او حتی تعلیم هم د دغه مرض د خوریدو مخنیوی ونکړای شو. د تعجب خبره خو لا داده چې د نفاق اچولو او په ولس کې تقسیم هم اکثره لوستي کسان رامنځ ته کوي بلکه دغه افتخار یواځی د لوستې طبقې په نصیب شوی.

د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په اساس «د افغانستان ملت عبارت دې له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري»  یعنې ټول هغه کسان چې د افغانستان تابعیت ولري هغه که د هیواد په دننه یا بهر کې اوسیږي د افغانستان ملت دی او له یو برابر امتیازاتو برخمن دي. خو د دغه تعریف برسیره ځینې تنګ نظره انسانان زمونږ هغه شمیر هیوادوال چې له هیواده بهر اوسیږي «ټامیان» بولي او داسي انګیري چې ګواکی دغه بهر میشته افغانان هیواد ته یواځې د پیسو د ګټلو او لوټلو په نیت راځي چې د دوی په وطن دوستي، دیانت او وړتیا باندي شک کوی. په دغه ډله کې حتی داسي کسان هم شته چې په تیرو حکومتو کې یې په مهمو دولتي پوستو کار کړي او بیا د بي کفایتې له وجې له دندو ګوښه شوي. 

د تیرو څلورو لسیزو کړکیچ له وجې یو شمیر افغانان د غربي هیوادو په لور وکوچیدل، دلته یې لوړې زده کړې وکړی او د فرصت په برابریدو  د دوی له ډلې ځینې هیواد ته د خدمت په نیت ستانه شول. یو زیات شمیر مسلکي افغانان چې له غربي هیوادو بیرته هیواد ته ستانه شوي په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کلیدي مسؤلیتونه لري او ښې لاسته راوړنې لري چې باید وستایل شي. خو متل دی «هندو ستړی او خدای ناراضه» دغه ځوانان په غربي نړې کې خپل سوکاله او آرام ژوند پریږدي او د هیواد د بیا رغاونې په موخه د ټولو موجوده ګواښونو برسیره افغانستان ته ستنیږي خو په ځواب کې «ټامي» ورته ویل کیږي. 

بیا هم له بده مرغه د عجایبو وطن دی، دلته ځینې تنګ نظره کسان په بهر کې میشت د خپلو هیوادوالو او په اقتصاد کې د هغوی د مثبت نقش په قدر نه پوهیږي. د نړیوال سازمان د یو تخمین په اساس دافغانستان نفوس تقریباً څه باندي ۳۸ ملیونه دی او د آسیا د پراختیایې بانک د راپور په اساس د هیواد 54.4 فیصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي. 

د افغانستان د نفوس تقریبا شپږ نیم ملیونه یې له هیواده بهر ژوند کوي او د رسمي شمیرو له مخې هرکال څه باندي ۷۵۰ ملیونه ډالر هیواد ته لیږي خو د یو تخمین په اساس دغه اندازه له یو ملیارد ډالرو څخه څو برابره لوړه ده. په ټوله نړې کې هیوادونه د پیسو لیږد ته د قدر په سترګه ګوري ځکه چې دا د خلکو د مصرف په توان کې لوړوالی راولي او اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي. دغه له بهر څخه را استول شوی بهرني اسعار د هیواد بانکونو ته د وارداتو په وړاندي د تادیاتو توان غښتلی کوی د بیلګې په ډول بهر میشته هندوستانيان هر کال څه باندي ۷۷ ملیارده ډالر، بهر میشته پاکستانیان د کال څه باندي ۲۲ ملیارده ډالر له بهره خپل ملک ته استوي. البته دا چې په افغانستان کې بانکي سیستمونه دومره نه دی فعاله چې د پیسو دغه لیږد تنظیم کړي او له دغه فرصته صرافان ګټه پورته کوي خو له زرهاؤ کورنیو سره له دغې لارې مرستې ترسره کیږي. 

البته یوه یادونه ضروري ده او هغه دا چې ممکن داسې کسان هم له بهره هیواد ته ستانه شوی وي چې په فساد کې ښکیل وی خو په ټوله کې بهرمیشتو هیوادوالو ته دغه ډول اصطلاح کارول نه یواځې د هغوی بې احترامي ده بلکه د هغوی خدمت او جذبې ته سپکاوی هم دي. 

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او د هیواد ټول بچي پرته له کوم امتیازه یا برتري یو برابر دي. هر هغه څوک چې د خپلو وروڼو په منځ کې نفاق اچوي مخ یې تور او ملا یې کوپه. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب