جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شاهد افریدي له نوین الحق سره تر شخړې وروسته لنکا لیګ پرېښود

شاهد افریدي له نوین الحق سره تر شخړې وروسته لنکا لیګ پرېښود

تاند (پنجشنبه د قوس ۱۳) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د سریلانکا په لنکا لیګ کې د ګال کلیډیټرز لوبډلمشر شاهد افریدی د دریوو پرله پسې ماتو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې هغه د ځینو شخصي ستونزو له امله پاکستان ته ولاړ چې د حالاتو له ښه کېدو وروسته به بېرته لیګ ته ورستون شي.

دغه پاکستاني لوبغاړي په لنکا لیګ کې په خپلو دریو لوبو کې ټولې ۶۵ منډې وکړې او لوبډلې یې دده د کپتانۍ پر مهال ټولې لوبې وبایللې.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد افریدي په اوله لوبه کې ۱۲ منډې، په دویمه کې په صفر وسوځید او په درییمه لوبه کې یې ۶۳ منډې وکړې.

افریدي څو ورځې وړاندې د ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ په لوبه کې افغان لوبغاړي نوين الحق سره شخړه وکړه.

د کنډي ټسکرز او ګال کلیډیټرز لوبډلو ترمنځ د لوبې په اتلسم او شلم اور کې د نوین الحق او پاکستاني بالر محمد عامر چې توپ وهنه یې کوله ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

شاهد افریدي هم د پاکستاني بالر محمد عامر ننګه وکړه او له افغان لوبغاړي نوین الحق سره یې شخړه وکړه.

په ياده لوبه کې د شاهد افريدي لوبډلې ماتې وخوړه او کله چې د لوبې په وروستيو کې لوبغاړو يو بل ته لاسونه ورکول، نو شاهد په دغه وخت کې نوين الحق ته په ډېره غصه کې خبرې وکړې، چې هغه هم ځواب ورکړ.

د افغان او پاکستاني لوبغاړو دغې لفظي شخړې ټولنیزو رسنیو ته ورسېده.

د پاکستان د کرکټ یو شمېر مبصرینو او مینه والو افغان لوبغاړي نوین الحق ته د سپکاوي ډکې څرګندونې کړي، چې دغو څرګندونو د افغانستان کرکټ بورډ د خپل لوبغاړي ملاتړ ته اړ کړ.

یاد کرکټ بورډ د نوین الحق په کپتانۍ کې د افغان نولس کلنې لوبډلې د بریاوو هغه لیست خپور کړ چې افغانستان پکې د پاکستان په ګډون ډېرو لوبډلو ته ماتې ورکړې او د نړیوال جام سیمي فاینل ته وتلي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب