جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ: بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګونه هیله بښونکي دي

سټولټنبرګ: بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګونه هیله بښونکي دي

تاند(پنجشنبه، د قوس ۱۳) د ناټو سازمان وایي خوښ دي چې د بین الافغاني خبرو په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی، دوی د سولې پر کړنلاره توافق ته رسېدلي او دا یو مهم پرمختګ دی.

د سټولټنبرګ په خبره سره له دې چې دا پرمختګ به هومره لوی نه وي، خو خورا مهم پرمختګ دی ځکه افغانستان ته د سولې راتګ اسانه کولی شي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ڼاټو ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړي دي، دلته د پرمختګونو هرکلی کوي او هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د ناټو سازمان همدا راز هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره باید په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او دواړه لوري پر دایمي اوربند سره سلا شي.

بل خوا فرانسې هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر کړنلاره توافق یو غوره ګام بللی دی.

په کابل کې د فرانسې د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي او تمه لري چې روان مذاکرات دلته د روانو اوږدو جګړو د ختمېدو سبب شي.

د فرانسې سفارت وایي پر کړنلاره توافق د پرمختګ ښه ګام دی او دوی یې هرکلی کوي.

تر دې وړاندې امریکا او پاکستان هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر کړنلاره وروستی توافق ستایلی دی.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%88/

له څه باندې دوو میاشتو وروسته افغان حکومت او طالبان تېره ورځ بریالي شول چې د مذاکراتو پر کړنلاره توافق ته ورسېږي او رسما پر اجنډا بحث پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب