Homeخبرونهد تورې بوړې او سلیمانخېلو لاره پرانيستل شوه

د تورې بوړې او سلیمانخېلو لاره پرانيستل شوه

تاند (پنجشنبه د قوس ۱۳) د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې او سلیمانخېلو لاره چې له کلونو راهیسې بنده وه، د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

وړمه ورځ د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو له لوري د دوی پر وړاندې د موټرو د لارې د بندېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دوی د تېرې سه شنبې په ورځ د پچیر اګام ولسوالۍ مخې ته ورټول شوي وو او د یادې لارې د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د سیمې اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونه له تېرو ۱۵ میاشتو راپدېخوا تورې بوړې سیمې ته موټر نه ورپرېږدي چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او حتي یو شمېر ناروغان د موټرو د نشتوالي له امله روغتون ته پر لاره ساه ورکوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وايي، والي ضیاالحق امرخېل له خلکو سره ژمنې کړي چې له مخې یې د یوه پلاوي د ګومارنې او په سیمه کې له ارزونې وروسته د سلیمانخېلو لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه .

عطاوالله خوګیاڼي د ښاغلي امرخېل له قوله ویلي، په یاده سیمه کې لسګونه کورنۍ مېشتې دي، خلکو یې د امنیت تامین برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ولایتي ادارې هم ورته د اسانتياوو برابرېدو په موخه لاره پرانیستله .

د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې ولایتي ادارې ورسره د اسانتياوو برابرولو په برخه کې مرسته وکړه او عملاٌ یې ورته یاده لاره پرانیستله .

د ننګرهار توره بوړه هغه سیمه ده چې پخوا ډېره ناامن وه او د ډېرې مودې لپاره پکې داعش او طالب وسله والو پراخ حضور درلود، خو چارواکي وايي چې دغه سیمه اوس مهال د دولت تر کنټرول لاندې ده.

ویل کېږی چې توره بوړه ډېرې قوي څمڅې لري نو ځکه هر وخت ترې وسله والو ډلو د سرپناه په توګه ګټه پورته کړې ده.

کلونه پخوا دغلته د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم پټ و او تر هغه مخکې د روسانو پر وخت جهاد کې ځینو افغان مجاهدینو له دې سیمې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...