شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو د سولې د خبرو پر...

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو د سولې د خبرو پر کړنلار سلا وکړه

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) بالاخره د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د خبرو پر کړنلارې موافقه دواړو خواوو په ګډه اعلان کړه.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړیو نادر نادري او فوزیې کوفي او د طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی محمد نعیم پر خپلو ټویټرپاڼو لیکلي چې پر طرزالعمل (کړنلار) او مقدمې موافقه شوې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو ویندوی محمد نعمیم په یو اړخیز ډول اعلان کړی و چې د پر کړنلارې دواړو خواوو موافقه کړې ده خو د دولت پلاوي دا خبره تایید نه کړه او  ویې ویل چې لا هم مقدمه وضاحت ته اړتیا لری.

د افغانستان د سولې ابتدايي خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه په دوحه کې خبرې پیل شوې وې.

پر طرزالعمل او د هغه پر مقدمې د دواړو خواوو موافقه او ګډ اعلان د سولې لور ته مهم پرمختګ ګڼل کېدای شي.

1 COMMENT

  1. دا زموږ جنابان ټامیان او جلیل القدره ټالبان چې رسوا شي، نو بیا سره سلا شي.
    متل دی: د زور اوبه په لوړه خیژي

    اوس خارجیان متوجه شول چې دا بعضی بعضی جنابان له شګو هم غوړي باسي، نور یې خپلي خوښي ته نه پریږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب