شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان د ګردېز –زرمت سړک د جوړېدو مخه نیسي؛ وايي نظاميان ترې...

طالبان د ګردېز –زرمت سړک د جوړېدو مخه نیسي؛ وايي نظاميان ترې ګټه اخلي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) په پکتیا کې د ګردېز –زرمت سړک جوړولو پروژه چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې د پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي د جوړیدو غوښتنه کوي، لا هم نیمګړې پاتې ده.

د پکتیا ځایي چارواکي وايي، د طالبانو له مخالفتونو سره سره یې ددې سړک د جوړولو چارې پیل کړې او هڅه کوي، چې په خپل وخت سره یې بشپړې کړي.

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، ددې لارې د نه جوړېدو له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي، او نه شي کولی چې په وخت سره خپلو کارونو ته رسېدنه وکړي.

دوی هیله لري چې دا ځل به د سړک کارونه په منظمه توګه مخته لاړ شي او په دې برخه کې به له شته ستونزو څخه خلاص شي.

د ولایتي چارواکو په وینا، ددې سړک کارونه ډېر وخت د طالبانو له لوري د بریدونو له امله له ځنډ سره مخامخ کېږي او د سړک د جوړېدونکي شرکت کارکوونکي نه پرېښودل کېږی چې خپل کارونه مخته یوسي.

 د امنیت امر لطف الله کامران وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې طالبانو ددې سرک د چارو د مخنیوي لپاره لسګونه بریدونه کړي او نه غواړي چې دا سړک جوړ شي.

که څه هم طالبانو څو ځلې په خپلو اعلامیو کې ویلي چې دوی د ټول ګټو پروژو او رغنیزو چارو مخه نه نیسي خو ددې سړک په اړه مني چې د پخیدو سره یې مخالف دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د زرمت –ګردېز سړک جوړیدو ته ځکه اجازه نه ورکوي چې دولت  ترې د نظامي اکمالاتو، د نظامي کاروانونو د تګ راتګ او د دوی تر کنترول لاندې سیمو کې د عملیاتو لپاره  نظامي ګټه اخلي.

باید وویل شي چې ددغو مخالفتونو سره سره بیا هم د ګردېز –زرمت ترمنځ د روحاني بابا سیمه کې د څه باندې ۶ کیلو متره په اوږدوالي د یوه پل، ۲۱ پلچکونو او د استنادي دیوالونو په ګډون د ۱۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت ددې سړک د جوړیدو چارې روانې دي.

د پکتیا ولایتي اداره په دې برخه کې له ولسي خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي، تر څو کارونه یې په وخت سره پای ته ورسېږي.

بلخوا بیا د پکتیا د سوداګرۍ خونې  چارواکي وايي، که ددې سړک د جوړېدو چارې بشپړې شي، د توکو بیې به راټیټې شي او د پکتیا، پکتیکا او غزني ترمنځ د سوداګرۍ چارې به ورسره اسانه او پراخه شي.

1 COMMENT

  1. سړکان ښه دي، پیسه میسه پکې تر لاسه کیږي، هاغه د کرزي صاحب د وخت سړکان بیخې واردار وه. په مډرنو فسادي الفاظو خورد و بورد ورته وايي.

    زما په خیال د چارواکو به دومره د سړک و جوړیدو ته سودا نه وي، لکه له قرار دادي نه د خپل سهم د پیسو و تر لاسه کیدو ته.

    که جوړ شي ښه ده، د چارواکو به د جیب چاره وشي او د رعیت به د شپو مزل په ګانټو واوړي.

    د طالبانو د موټرسایکل به هم ټایرونه ژر نه زړیږي.

    بس د ټولو په ګټه ده.
    یاچهاریار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب