شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د موقت حکومت ناکامه ډنډوره| سید عبدالله پاچا

د موقت حکومت ناکامه ډنډوره| سید عبدالله پاچا

له ټاکنو وړاندې د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو ډنډورې ګرمې وې چې ګنې انتخاباتو لپاره زمینه نه ده برابره او باید موقت حکومت رامنځ ته او بیا دې انتخابات وشي، خو د حکومت قوي او پياوړې ارادې وښوده چې د ولسمشرۍ انتخابات وشول او د موقت حکومت ډنډوره له منځه لاړه.

دوه کاله دا اوازه غلې وه او بیا هیچا هم د موقت حکومت نوم وا نه خیست، خو اوس بیا له ځینو سیاسي ادرسونو دا غږ اوریدل کیږي.

په ټوله کې ټول په دې باور لري چې افغانستان کې موقت حکومت کومه نتیجه نه ورکوي، پرته له دې چې ویجاړۍ رامنځ ته او یو نسبي جوړ بنسټ له منځه لاړ شي.

دا تصویر او پلان د بهرنیو استخباراتو دی چې هر کله غواړي افغانستان کې په قربانیو جوړ شوي بنسټونه بیا له سره ورغیږي.

هیڅ نظام داسې نه وي چې له بیخه دې ړنګ شي او بیا دې له سره ورغول شي، هر څه په اصلاحاتو کېږي، خو شته ځینې خلک له دې ټولو خطرونو سره د شخصي ګټو لپاره د موقت حکومت ډنډوره غږوي.

تازه بیا دا خبرې اوریدل کیږي او ځینې په دې ټینګار لري چې موقت حکومت یواځینی لار ده چې جګړه ختمه او یو سم حکومت رامنځ ته کړي.

خو دې ته نه ګوري چې اوس مهال دولت څومره بودجه لري او څومره په بهرنیو مرستو تکیه دی.

کله چې د مالي اړخه په ځان بسیا نه یې او ډير نورو مواردو کې پر بهرنیو مرستو تکیه یې، نو بیا څنګه کولی شي چې یو سم سیستم او حکومت رامنځ ته کړي.

دا به ټولو ومني چې ستونزې شته او جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري، خو دا دلیل نه دی چې ګنې دا ټولې ستونزې له موقت حکومت سره هواریدلی شي.

افغانان له موقتو حکومتونو ښه تجربه او خاطره نه لري، له همدې کبله حاضر نه دي چې په هر وضعیت کې موقت حکومت ومني.

د هغوی درد مالوم دی، څوک چې موقت حکومت غواړي، همدا ادرسونه چې په حکومت کې وي، بیا همدا نظام سم وي او همدوی د موقت حکومت مخالف وي، خو کله چې له سیستم ووځي، بیا وضعیت ورته بحراني ښکاري.

لکه پخوا چې د موقت حکومت ډنډورې بې ځآیه وي، داسې به دا ځل هم دا ډنډورې بې ځایه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب