شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپنځو نوماند وزیرانو باور رایه ترلاسه نه کړه

پنځو نوماند وزیرانو باور رایه ترلاسه نه کړه

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) ولسي جرګې نن د کابینې پاتې غړیو ته هم رایې ورکړې چې په نتیجه کې یې یوازې پنځه وړاندیز شویو نوماندانو باور رایې وانه خیستې.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د کابینې یو شمېر غړي تایید کړي وو او نن یې د پاتې شپږ نوماندانو لپاره د رایې صندوقونه ایښې وو چې له ډلې یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوماند محب الله صمیم ۲۰۹ رایې، د روغتیا وزارت نوماند جواد عثماني ۱۴۵ او د اقتصاد وزارت نوماندې کریمه حامد فاریابي ۱۳۶ رایې واخیستې او باور رایه یې ترلاسه کړه.

د پوهنې وزارت ته نوماندې رنګینه حمیدي ۱۱۴ رایې، د افغانستان بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي ۷۲ او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي بیا ۱۱۸ رایې ترلاسه کړې او د اکثریت رایو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ او اطلاعات او کلتور وزارت ته نوماند طاهر زهیر هم د ولسي جرګې باور نه و ترلاسه کړی.

د ولسي جرګې رييس وايي، حکومت باید د هغو نوماندانو په ځای، چې باور رایه یې نه ده ترلاسه کړې، نوي کسانو وروپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب