شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کرکیټ رښتیا هم د ښاغلو (!) لوبه ده؟

کرکیټ رښتیا هم د ښاغلو (!) لوبه ده؟

 ډاکټر عطاالله زيارمل

د افغانستان د کرکیټ اداره باید د نوین الحق او د یوه پنجابي لوبغاړي ترمنځ د لفظي شخړې پوښتنه وکړي. دا چې زموږ لوبغاړي په بهر کې زموږ سفیران هم دي نو پکار ده چې د خپلو سفیرانو د توهین او له هغوی سره د سپکاوي متره زموږ په کرکیټ اداره کې وي چې له قانوني لارو څخه دغه مسئله تعقیب کړي او زموږ د اتل لوبغاړي نوین الحق سره دې د شوي بد چلند پوښتنه وکړي.

کرکیټ که څه هم د نوین الحق په خبره د ښاغلو لوبه ده، خو له بده مرغه بیا داسې لنګماران هم شته چې دغې لوبه کې کوڅه ډب ادبیات کاروي. د کرکیټ نړیواله شورا هم باید دغه پېښه جدي تعقیب کړي او کوڅه ډب کسان وپوښتي چې ولې یې داسې بد اخلاقه چلند کړی دی؟ تر ټولو بده لا دا چې په عکس کې ښکاري شاهد هم سترګې را ایستلي دي او لکه چې پکار وه داسې شاهد نه دی پاتې شوی.‌ په دې سپکو کارونو سره یې دغه د ښاغلو لوبه هم لکه داره کړه. د سترګو را ایستلو پر ځای به یې لکه د یو با تجربه او منلي لوبغاړي په څېر چلند خپل کړی وای او هم به یې د ځان حیثیت،‌ او له دې هم اوچت د خپل قام حیثیت ساتلی وای.

شاهد جان لا په دې نه پوهېږي،‌ چې په یوه څاپېړه سل مخه خوږېږي او د دومره کامرو تر مخ دغسې چلند د تل لپاره د تاریخ حافظې ته سپارل کېږي او هغه مینوال چې لري یې هغوی ترې خوابدي کېږي. دا سمه ده چې په دې چلند سره به یې څو لنګماران ترې خوشاله شوي وي، خو دا بې ننګي او بد چلند به یې تر ډېره خپل قام او خلکو ته د یو تور داغ په شکل پاتې وي.

زموږ پښتو متلونه هم په ډېری داسې پېښو کې خپل ارزښت لري، نو د دې لپاره مې خپل اتل لوبغاړي نوین الحق ته دا توصیه ده چې تل دې دا لاندې متلونه په داسې ورته حالاتو کې له ځان سره ګردانوي او کوښښ دې کوي چې ځان د نورو کچې ته را ښکته نه کړي او خپل حیثیت دې له داسې کسانو سره نه خرابوي. څه ښه وايي:

–  قافله تېرېږي او سپي غاپي.

–  د سپي په خوله د سیند اوبه نه مردارېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب