د طالبانو د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د افغانستان له سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف سره دا مرکه ښاغلي امېد اڅک کړې ده. دا مرکه په (ننني افغانستان) اوونیزره کې هم چاپ شوې ده.
د سولې د روان بهیر د بریا چانس، په څومره وخت کې نتیجه تر لاسه کول، په همدې برخه کې د حکومت او طالبانو مطلقه خپلواکي، د بهرنیانو لاسوهنې، د افغانستان راتلونکی او مطلوبه نتیجه.
د همدې یادو موضوعاتو په اړه د اننني افغانستان اونیزې د پښتو برخې مسول امید اڅک په اسلام اباد کې د طالبانو د اسلامي امارت د وخت سفیر، ښاغلي ملا عبد السلام ضعیف سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته را اړو:
امید اڅک: د سولې روان بهیر به ستاسو په نظر کله بریالۍ کیږي او مطلوبې نتیجې ته د رسیدو لپاره څومره وخت ونیسي؟
عبدالسلام ضعیف: د سولې روان بهیر سړی نه شي اټکل کولی، ځکه چې د امریکا د تړون وروسته عمومي اټکل داسې و، چې ګواکې په دریو میاشتو کې باید روانې خبرې نتیجه ورکړي، خو اوس، چې موږ ګورو، ډير وخت تیر شو، د امریکا او طالبانو د تړون له وخته اته میاشتې تیریږي، خو تر اوسه پورې یوازې په طرزالعمل باندې ناندرۍ روانې دي/ وې.
په طرزالعمل کې هم چې په کومو مادو باندې اختلاف و، هغه هم تقریبا حل شوي و/ دي، خو دا چې معصوم ستانکزی او عبدالسلام رحیمي ولسمشر اشرف غني غوښتي و، نو اوس نه ده معلومه چې د حکومت له خوا به له کوم پیغام او ځواب سره ورغلي وي.
که په خپلو خبرو ودریږي، نو د خبرو روان بهیر به پیل شي او که دوی په خپلو خبرو ونه دریږي؛ بیا به ستونزمن او ډیر وخت ونیسي.
اصلا باید ډير وخت ونه نیسي او موږ هم باید داسې فکر ونه کړو، چې د افغانستان موضوع دې په بین الافغاني خبرو کې ډير وخت ونیسي، خو له بده مرغه اراده نشته او دا په یقین سره وایم چې اراده نشته، ځکه په یو ټکي او هره موضوع خبرې ډير ځنډول کیږي.
تاسو ولیدل چې د بندیانو موضوع د لسو ورځو وه، خو شپږو میاشتو ته وځنډیدله، همدا رنګه بله موضوع چې هغه حنفي فقهې ته مراجعه وه او یا دا چې د دوحې تړون دې د اساس په شکل ومنل شي، تقریبا مخکې منل شوی هم و، خو دا چې اوس سره وشربل شو، په دې کې هم هغه دی درې میاشتې تیرې شوې؛ نو که اراده نه وي، بیا هره نقطه د خنډ په توګه سړی نیولی شي، نو زما په نظر تر اوسه پورې داسې اراده نشته، چې له مخې یې سړی دقیق اټکل وشي کولی.
اڅک: ایا د بین الافغاني مذاکراتو دواړه اړخونه د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره په کامله توګه خپلواک دي؟
ضعیف: زما په نظر دواړه اړخونه خپلواک دي، خو چې تصمیم ونیسي. که دوی په خپل منځ کې تنزل وکړي، بیا هیڅوک ددوی مانع نه شي کرځیدلی، خو شرط دا دی چې دوی سره جوړ شي او په یو میکانیزم باندې سره صلاح شي.
زما په نظر داسې ملکونه نشته چې په مستقیم ډول دې په دوی باندې یا فشار راوړي او یا ورته ووایي چې تاسو یو توافق ته مه رسیږئ، باالمقابل داسې هیوادونه هم شته چې د فشار په وسیله له دوی څخه توافق ته رسیدل غواړي او ډير زیات فشار پرې راوړي، چې ژر تر ژره دې یوې نهایي فیصلې ته سره ورسیږي.
هم دنیا، هم د افغانستان خلک او هم سیمه نور نه غواړي چې دلته جنګ دوام وکړي، خو له بده مرغه باید ووایو چې دلته شخصي اغراض د سولې د ټینګښت پر وړاندې مانع ګرځي او هم یې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
اڅک: څه فکر کوئ؟ ایا دا ممکنه ده، چې د افغانستان د سولې روان بهیر دې د بهرنیو د مستقیم اغیز څخه بهر وي؟ یعنې بهرنیان دې پرې ټاکونکی اغیز ونه لري؟
ضعیف: په افغانستان کې د بهرنیانو خپله موجودیت او همدارنګه د بهرنیانو سره د طالبانو توافق او همدا اوس په دوحه کې د بهرنیانو شتون، منډې تړې او د هغوی فشارونه ددې ښکارندوی دي چې په دې موضوع کې ښکیل دي او په راتلونکي کې یې هم غواړي.
که د سیمې هیوادونه دي او یا که لرې او لوې هیوادونه، ټول په دې پوهیدل غواړي، چې د سولې په روان بهیر کې څه روان دي او څرنګه روان دي، خو یو شی، چې زه پرې پوهیږم او یا یې وینم، د بهرنیانو لاسوهنې ته تر ډيره پورې په خپله افغانانو زمینه مساعده کړې ده.
مثلا د هغوی سره مشورې کول، ډير جزوي شیان ورسره شریکول او په هغه کې ددوی څخه کومک او مشوره غوښتل؛ دا ټول د دی لپاره کیږي، چې هغوی یې ملاتړ وکړي، چې له بده مرغه دا حالت باید نه وی رامنځته شوی.
زما چې څومره معلومات دي، طالبان په دې شیانو کې چاته د مداخلې حق نه ورکوي، تر ډیره پورې ټولو اړخونو ته یې ځواب ورکړی دی، ما چې ځینو خارجیانو سره لیدلي دي، که هغه د اروپایي اتحادیې و او یا نورو هیوادونو دي، ټول د طالبانو څخه په دې اړه سر ټکوي، چې دوی ته د مداخلې حق او چانس نه ورکوي، چې ددوی په اصطلاح منځګړیتوب وکړي او یا د سولې په خبرو کې په مستقیم ډول داخل شي، یا طالبانو ته مشوره ورکړي.
حتی خلیل زاد هم دا خبره کړې ده، چې طالبان تر ډیره پورې دوی ته د مداخلې حق نه ورکوي.
نو دا هغه څه دي، چې بر عکس د حکومت له خوا ټول وخت د خارجیانو سره ناسته، پاسته او مشورې ټول د خارجیانو سره وي، بیخي لکه یو ګروپ چې وي او خبره یې هم یوه وي، نو دا هغه څه دي، چې په لوې لاس هغوی ته ددې چانس ورکوي چې هم مداخله وکړي او هم ځانته ددې حق ورکړي، چې په ټولو موضوعاتو کې دخیل وي.
اڅک: ستاسو په آند د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې ریښتني ګواښونه او مخالفین څوک او څه شی دي؟
ضعیف: د سولې لپاره که څه هم د ځینو هیوادونو اندیښنې شته او یا به خوښ نه وي، چې ښه پر مخ ولاړې شي او یا دوی په کې دخیل نه وي، خو دا هم په دې معنی نه ده، چې د دغه هیوادونو مخالفت دې د خنډ او ځنډ په کچه د اندیښنې وړ وي.
د سولې لپاره یواځینی خنډ د حکومت هغه کوښښ دی چې طالبان ورته د یو حکومت په توګه مشروعیت ورکړي، لکه څنګه چې د ځینو داسې هیله ده، چې همدغه حکومت دې همداسې پاتې شي؛ بلکه ډير ځله دا هم وایي چې موقت حکومت نه منو او یا خلکو ته د منلو نه دی.
په حقیقت کې همدا د دې معنی ورکوي ورکوي، چې اوسنی حکومت باید ادامه پیدا کړي، کوم چې طالبانو ته د منلو نه دی.
زما په نظر په اصل کې همدا د قدرت موضوع خنډ دی، له دې پرته راته بل غټ خنډ ظاهرا نه معلومیږي.
اڅک: د بین الافغاني سولې د کاملې خپلواکۍ او د ولس د هیلو مطابق ریښتینې سولې ته د رسیدو لپاره مو وړاندیز څه شی دی؟ باید څه وشي، چې روانې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کیښودل شي؟
ضعیف: سوله د دواړو خواو څخه اراده غواړي، د یو افغان په توګه به زما توصیه دا وي، چې ښکیل اړخونه د سولې روان بهیر د افغانستان د مستقبل لپاره پیاوړې کړي او د ځان لپاره څه ونه غواړي او هر څه چې غواړي، د افغانستان لپاره، د افغانستان د ثبات او د خلکو لپاره د سوکاله ژوند لپاره دې وغواړي.
که چیرې دواړه اړخونه له ځان ځاني غوښتنو څخه تیر شي، یوازې د افغانستان مستقبل، خپلواکي، د خلکو ژوند او سلامتیا په نظر کې ونیسي، نو سوله به حتمي بریالۍ کیږي او زما توصیه هم دوی ته همدا ده، چې دا د قدرت نشه ډيره موقته ده، په دې باندې دې نه تیر وځي چې تر دوه او درېو کالو به په قدرت کې پاتې شي او دا هم د ځان لپاره غنیمت وګڼي.
بې له هغه به هم ځي، خو دا چې د یو ښه نوم سره ولاړ شي او دا چې د خدای او بنده ګانو پر وړاندې مسولیت ونه لري او د تاریخ لپاره یو ښه کردار یې ادا کړی وي، دا به بهتره او ښه وي. اوس یو فرصت په لاس راغلی، هڅې نه چې خدای مه کړه دغه فرصت هم له لاسه ورکړو.
دویمه توصیه مې دغه ټیمونو ته ده، دغه ټیمونه چې د طالبانو او دولت له خوا ټاکل شوي دي، یو وایي زه د ټول افغانستان نماینده ګي کوم، بل وایي چې د افغانستان د اسلامي امارت نماینده ګي کوم، دوی ته یو طلايي چانس په لاس ورغلی دی، ځکه دوی اوس لکه حکماو غوندې ټاکل شوي، دوی کولی شي، چې افغانستان د راتلونکي سرنوشت لپاره فیصله وکړي او دوی د خپل دغه صلاحیته څخه باید د افغانستان په ګټه استفاده وکړي؛ نه دا چې د اشخاصو غوښتنو ته ترجیح ورکړي او د هغوی تندي ته وګوري.
نوټ: یاده مرکه د ننني افغانستان اونیزه کې هم چاپ او خپره شوې ده
ملاصیب یوځل بیا د خپل سفارت خیالي خوبونه ویني . هغه ځل خویې لوڅ لپړ تر ګوانتانامو ورساوو ، خدای خبر چې دا ځلې به ژوند څومره ورسره یاري وکړي . کوم څوک چې ځان ته ملا او د دین عالم هم وایی او بیا شرپسندي کوي . غواړي ګران افغانستان یوځل بیا د پنجاب د مزدورانو په لاس کې ولوېږي . خلک بیا د څو جاهلو او بېسواده پنجابي سپیو پواسطه وځورول شي . افسوس ستا په هغه علم چې تا زده کړی.
تاسو خپله قضاوت وکړئ چې ملا څومره د خلکو او د هېواد ملي ګټو ته وفاداره ده ؟ ترڅو چې د پنجابي جنرال مشوره وانه خلي یوه خبره هم نشي کولي .
الله وایی له خپلو مسلمانو ورونو سره په مهرباني او رحم سره اوسئ ، خو د شداد بچیان بیا د مسلمانو وژل مباح بولي .