جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+د پاکستان د کرکت د ملي ټیم ۸ لوبغاړي نیوزلنډ کې په...

د پاکستان د کرکت د ملي ټیم ۸ لوبغاړي نیوزلنډ کې په کورونا اخته شوي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) په نیوزلنډ کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ۸ لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د نیوزلینډ روغتیايي چارواکو ویلي، د کورونا په ویروس اخته شوي پاکستاني لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو نورو ملګرو سره ګډ تمرینات وکړي.

د یاد هېواد روغتیايي مسؤلانو تېره اونۍ د پاکستان لوبډلې ته د ټولنیز واټن نه مراعت کولو له وجې وروستی خبرداری ورکړی، خو ویل کېږي چې له دې خبرداری وروسته هغوی کومه سرغړونه نه ده کړې.

د پاکستان د کرکت ملي لوبډله د ټیسټ او شل اوریزو لوبو لپاره نیوزلینډ ته د نومبر د میاشتې په ۲۴مه رسیدلې ده او د ډسمبر په له اتلسمې به لوبې پیل کړي.

نیوزلنډ ته رسېدلي ۵۳ پاکستاني لوبغاړي د کورونا ویروس د خپریدو د مخینوي په خاطر د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...