حفيظ الله ياد
موږ په يوه داسي ټولنه کښې تر داسي فطرت لاندې ژوند کوو چې روښانه لمر هم په راختلو کښې د يوې ډېري درنې او اوږدې شپې سره د جنګ تر څنګ خپل پوره وجود په دوزخي اورونو سوځوي تر څو د دې نړۍ او د رڼا تر منځ اړيکي وداني و ساتي. دلته که د غنم دانه هم د دې خلګو لپاره څه کول غواړي نو لومړی ځان تر تورو خارور لاندي کړي او پر ځيګر سره و چوي تر څو زر دانې غنم و زېږوي. د نړۍ وړوکی مخلوق مېږی چي هم کله خپل د نسل د زياتولو فکر وکړي نو د ځان تر مرګ و تېر شي تر څو يو پوره نسل و زېږوي. د غرۀ کاڼی چي کله تر سلهاوو پړاوونو او ګوزارونو تېر شي نو غمی شي. منصور چي کله بند پر بند حلال شو هله د وحدت الوجود د لاري اتل شو. ډاکټر صیب محترم نجيب الله چي کله د آريانا پر څلور لاري را زوړند شو او ټيټ نو شي نو په تاريخ کښې امر شو. سقراط چي کله د زهرو پياله تشه کړه خو پر شا نه شو هله يه د نړۍ تاريخ په پاڼو کښې د سرو زرو په اوبو خپله نامه ثبت کړه.
په دې خواره، محکومه او ځپلې ټولنه کښې د بېسواديو، لاعلميو، غلاميو څخه ستړې زمان او عصر، د عصري تاريخ شېبې و تلپاتي تاريخ ته سپاري او د محکومه کندهار د ګلستان په سيمي کښې د عبدالصمد خان اڅکزي په بڼه يو لمر مطلع کوي چي بيا يه وړانګې له ختیزه تر لوېديزه بيا له سهېله تر شماله رسي. نن به د سهيلي اسيا او د مرکزي اسيا ټولو محکومو قامونو ته بالعموم او د پښتنو په وړاندې بالخصوص به دي اتل خان شهيد مقدمه وړاندي کوو. که څه هم يو محکوم قام خپل وګړي د نصاب برخه نه شي ګرځولای خو د خپل اتل په توګه يه منلای شي، د هغوی د لاري پېروي خو کولای شي، هغه دي نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري رسولای شي. موږ ولي به حيثيت قام د خان شهيد په توګه دومره غېر ذمه واره پاته شوي يو او لا يو؟
راځو خپلي مقدمې ته چي؛
د خان شهيد په اړه چي زۀ هر کله خبره کوم نو هغه د پښتو فولکلور ټپه مي په زړۀ شي چي ؛
ستا د ښايست ګلونو ډېر دي
ځولۍ مي تنګه زه به کم کم ټولومه
خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د پريزم (Prism) په مثال څوک دی چي له هري خوا او هري زاوييې څو رنګونه لري. خان شهيد د ژوند د مُهمو اړخونو هغه کتاب دی چي په لړليک کښې بلها موضوعات لري او پر هر موضوع يه ډېره واضح او جامع خبره شوې ده.
موږ له وتلي ژباړونکي خان شهيد سره څه وکړل ؟
خان شهيد د خپل وخت يو ډېر ښه ژباړونکی وو چي د هغه وخت د نړۍ علمي کتابونه يه خپلي خواري پښتو ته ژباړل تر څو پښتانه تر ډېره حده ترې ګټه واخلي. په دې کښې د چارلټ کارټر او دي هغه د ښځي ډايس کارټر د يو شاهکار کتاب (Future of Freedom) په اردو ژبه کښې ژباړه کړې ده چي د (آزادی کا افق) په نامه چاپ دې او د پښتو ژباړه يه تر اوسه نه ده چاپ شوې، ولي نه ده چاپ شوې هم دغه مقدمه مو راوړې. د هغه وخت تر ټولو زيات تر لوست لاندي د شېخ سعدي کتاب (ګلستان) يه په منظومه پښتو کښې ژباړلی دی چي اوس به د چاپ څخه را وځي. زه غواړم يو شعر يه د مثال په توګه لاندي و ليکم تر څو به معلومه شي د خان شهيد شاعرانه حس او خاصيت څومره قدرتي او شاهکار دی. په بله مانا خان شهيد يو لوی شاعر دې. لکه د فارسي دا لاندي شعر داسي منظومه ژباړي؛
کم لزتم وقیمتم افرون ز شمار است
گـــوے ثمرے پیشتر از باغ وجــودم
پشتو ژباړه :
په خـوند کم په بیه ډېر یم تر اندازہ
ګوا تر وخت وړاندي مېوہ وم د پیدا
د دې ترڅنګ يه د امام غزالي کتاب کيميايې سعادت پښتو ژبي ته ژباړلی دی. د مولانا شبلي نعماني د سيرت نبي لومړي جلد يه پښتو ته ژباړلی دی چي تر اوسه نه دی چاپ شوی. تر اوسه ولي نه دي چاپ؟ هم دغه مو مقدمه ده. موږ دا خپل اتل تر کمه ځايه و رسولی؟ ايا موږ و دنيا ته د سياستپوه تر څنګ په يوه وتلي ژباړونکی هم معرفي کړ که نۀ ؟ يقينن نۀ، نو ولي ؟ هم دغه خو مقدمه ده دي خان شهيد.
موږ له وتلي ژبپوهه خان شهيد سره څه وکړل ؟
پښتو ژبه نن هم ډېر زيات کار ته اړتيا لري تر ټولو لويه ستونزه يه په رسم الخط کښې ده چي پښتو تر اوسه پوري خپل ځاني رسم الخط نه لري په په فارسي-عربي سکرپټ کښې ليکل کيږي چي د عالمي ژبو په اصطلاح ورته (Persio-Arabic Script) وايي. پښتو په دې لاره کښې هم لويه مبارزه غواړي لکه په دې هکله لوی خوشحال بابا وايي چي؛
چا یې پلو د مخه پورته نۀ کړو
پښتـــو له هغسې بکـره پرته ده
په هم دې اړه بابايې پښتون خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د پښتو ژبي د هغه څو اتلانو په صف کښې شامل شو چا چي پښتو ته خپل رسم الخط ورکړ او خپله ځانګړې نظريه (theory) په وړاندې کړله. د خان شهيد نظريه ډېره ساده او اسانه ده هغه دا چي پښتو بايد همدغسي و ليکل شي څنګه چي په روان ژوند کښې ويل کيږي. خو افسوس موږ تر اوسه په دلايل د خان شهيد خبره نه کړه رد بلکې د خپلو ځاني ګټو په وړاندي مو د پښتو ګټي ته لوړتيا او لومړيتوب ور نه کړ. او دغه ليکدود تر څومره پښتنو رسېدلی دی يا څومره پښتنو لوستی ؟ موږ په حيثيت پښتون قام د خپل اتل دا ليک دود تر کمه ځايه رسولی دی ؟
موږ له وتلي صحافي/ ژورناليست او بابايې صحافت خان شهيد سره څه وکړل ؟
بابايې پښتون خان شهيد هغه څوک وو چې مرام يه قامي خپلواکي وه او د هم دې مرام لپاره په يوه وخت پر څو څو معاذه مبارزې لري. هن لکه واړه واړه سيندونه چي راځي او په يوه سمندر کښې لوېږي. خان شهيد چي کله دا محسوسه کړله چې قامي بيانيه تر قامه رسول يوې خپل ورځپاڼي ته اړتيا لري. په برطانوي بلوچستان کښې د پريس اېکټ وړاندې به خان شهيد خپل ليکونه د لاهور او کراچۍ په ورځپاڼو کښې چاپول تر څو د خپلي خاوري او خپلو خلګو ستونزې د نړۍ تر نورو خلګو و رسوي. خان شهيد د پرېس اېکټ د بحالۍ پس اې جي جي سر پارسنز ته درخواست ليکي تر څو خپل پرېس او ورځپاڼه و لري خو درخواست يه د مياشتي کم کال و ځنډېدلی. د يوې ډېري ستري او مسلسل مبارزې پس د کال ۱۹۳۸ د جنورۍ په میاشته کښې د برطانوي بلوچستان د لومړي پرېس بنسټ کښېښود چي د خپل ارواښاد ملګري يوسف علي عزيز مګسي په ياد کښې د ” عزيز اليکټرک پرېس ” تر نامۀ لاندې منسوب کړ او تاريخ په خپله حافظه کښې د ” بابايې صحافت ” په نامۀ ياد کړ. بيا يه په د روان کال د نومبر په مياشته کښې د “استقلال” په نامۀ اووه ورځنۍ لومړۍ ګڼه چاپ کړله چي پکښې به د روان سياسي حالاتو بېلابېل اړخونه، قامي او نړيوال خبرونه او تبصرې خپرېدلی. نن په سهيلي پښتونخوا کښې په لسګونو ورځپاڼې، میاشتنۍ مجلې، درې مياشتنۍ مجلې ډېر په پابندۍ سره خپرېږي او له بده مرغه زموږ د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي هغه خولې هېري دي چي په دې ازغنه لار کښې يه توی کړې وې او زموږ تر نن يه د خپل عصر نن قرباني کړی وو لکه هغه پښتو شعر دی چې ؛
اوس قافلـې دي بې خطره درومي
موږ يه په لار کښې مشالونه بل کړ
نو د دې لاري دا اتل ولي زموږ له ذهنونوچرته لري پاته دی، موږ ولي نړۍ ته د يو وتلي ژورنالست په توګه نه کړ ور معرفي هم دغه دي خان شهيد مقدمه ده ؟
موږ له اديب خان شهيد سره څه وکړل؟
د ادبي فنپارې ” زما ژوند او ژوندون” خالق خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د شلمي پېړۍ هغه نوم دی چي پکښې او په توسط يه د پښتو ادب هغه شل اندام چي د برطانوي بلوچستان يا اوس د سهيلي پښتونخوا په نامۀ يادېږي د ازاد کندهار، کابل او پېښور سره و تړل شو. دا هغه دورانيه وه چي دلته د پښتو ادب له ډېري مفلسۍ سره مخ وو نو په داسي وخت کښې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د پښتو اکېډمۍ افتتاح کوي او هغه پښتو اکېډمۍ نن په سلګونو سلګونو چاپ اثار لري. خپله مجله خپروي. دا هغه د خان شهيد د مبارزې اثر وو چي په سيمه کښې يه د جعفر خان اڅکزي رنګه څوک خپل ادبي وجود مومي.
ايا دا زموږ په مخونو لعنت نه دې چي يو يوکراينی په خپله ژبه خان شهيد ژباړي او دي هغه ښځه يه په روسي ژبه کښې ژباړي او پښتنو ته وايي چي تاسو دا اتل تر اوسه ولي پټ ساتلی دی ؟ دوې خبر ته دي چي پښتنو تر اوسه خپله نه دی لوستی.
بابايې پښتون پر خپل قام دا حق درلودل چي خپل قام دا اتل او د هم دې اتل ادبي زيار نه خو صرف لوستې وايه او ځان يه پرې پوهه کړې وايه مګر د نړۍ تر ګوټ ګوټ يه رسولې وايه خو داسي و نه شو له بده مرغه. زما په اند زموږ لويه بدبختي هم دا ده چي موږ يو خپلواکه رياست نه لرو دا هر څه د رياست په شتون کښې امکان درلودل.
موږ د سياستپوهه او د خپلواکۍ اتل خان شهيد سره څه وکړل؟
د لوی احمد شاه بابا د نوميالي جرنېل او دي پاني پت د دريم جنګ کمانډر برخوردار خان څخه نېولی بيا تر روان عصر پوري د خپلي خاروري په دفاع کښې د دې نسل په تسلسل کښې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی هغه ځلاند ستوری دی چي تاريخ يه د پښتنو د اتلانو په لومړي صف کښې يادوي. خان شهيد اوس صرف يو تن يا يو فرد پاتي نه شي بلکې هغه په دې نامۀ کښې پوره يوه نظريه ده. او دا په نظريې ښکلي انسان په دې سيمه کښې په لومړي ځل سياست ته ډېر سائنسي بنيادونه وکړل چي سياست يه د نړۍ د سياسي تنظيمونو په څېر د ادب سره و تاړۀ او صحافت يه د خپل سياسي پروګرام يو جز و ګاڼۀ. د خان شهيد د زوکړي په زمانه کښې په دې سيمه کښې نه سياست وو نه سياسي هلو ځلي وې چي تر څو يه د ادب په مانا اورد ترې اخيستی وايه بلکې د خپل ژور حساس او خپلواک ضمير په رڼا کښې په دې نتيجه و رسېدلو چي وطن، خاوره، جغرافيه، وسايل زموږ دي او باداري پرې پرېدي خلګ کوي. په داسي حالت کښې يه يک يواځي خپل قام ته ډېره ساده او جامع خبره کول پېل کړ. د يو انسان لپاره تر ټولو مهم څيز دي هغه ژوند دی او د ژوند ترټولو مهم څيز دي هغه ځواني ده، خان شهيد د خپلي خاوري او خپلو خلګو لياره له لومړۍ ورځي دا هر څه قرباني کړ. دا سړی د خپل وخت د بودا هغه ستر پیروکارو وو چي په لومړي سر کښې يه د “زه” کليمه د خپل ژوند څخه و ايستلې او اجتماعي خبره يه پپېل کړله. دې سړي په دې سيمه کښې د One Man One Vote سياسي عمل بنو کښېښود او د دې لپاره يه شپه ورځ مبارزې وکړله. خان شهيد خپل سياست کښې د ښځو د سيالۍ موخه هم درلوده چي يې په سپېڅلي عمل د خپل کور څخه ثابته کړله. موږ يه سياسي کړلو، موږ يه په قام، وطن، خپلواکي، بلکواکي هن په پوره سياست پوهه کړلو مګر موږ څه ورسره وکړل ؟ موږ يه څومره ملګرتيا وکړله، موږ څومره دي هغه فکر خور کړلو ؟ موږ که يه څه هم ګونديز ملګري يو خو تر کمه حده مو خان شهيد لوستی دی؟
موږ واقعي هم د خان شهيد سره ډېر زيات بد وکړل ډېر زيات، موږ ورسره هغه و غازي امان الله خان تاريخ او عمل تکرار کړ.
ايا موږ دي خان شهيد موټر په کاڼو و نه ويست؟
ايا موږ پخپله په څو څو ځله د انګرېز او پنجابي جېل ته نه کړ حواله ؟
ايا موږ په نېب کښې د تاريخ پښتون کشه بد او دوکه ورسره و نه کړله ؟
د ټولو پرته ايا موږ خان شهيد، شهيد نه کړ؟
بلې هو موږ دا خپل اتل خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزی په سپينه ږيره شهيد کړ او تاريخ پر موږ هم تکرار شو لا به تکرارېږي.
څــــــومره چي ياران خاوري زما په نامۀ اړوي
خپله به د خلګو راته پام کړي نور به څۀ وکړي
زما د محکوم او بې وسه قام اتله! پښتنه او سپېڅلې افغانه ارواح دي ښاده شه، ستا سره د وفا کولو په يون کښې ستا د لاري يو وړوکی لاروی.
جنتونه یې نصیب شه!
زمونږ ویاړ دی!