شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد حکومت مرکچي پلاوی: ډېر ژر به له طالبانو سره په اصلي...

د حکومت مرکچي پلاوی: ډېر ژر به له طالبانو سره په اصلي اجنډا بحثونه پیل شي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړي وايي، ډېر ژر به په دوحه کې له طالب پلاوي سره د سولې د خبرو پر اصلي اجنډا بحثونه پیل شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دوحه کې د حکومت د مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي ویلي، د مذاکراتو پر تګلاره توافق شوی دی او اوسمهال پر اجنډا د بحث لپاره تیاری روان دی.

د مېرمن کوفي په وینا، اوس به پلاوي د مذاکراتو اصلي پړاو ته داخلېږي چې د افغان پلاوي لومړنی ټینګار به په افغانستان کې د سرتاسري اوربند وي.

نوموړې ټینګار کوي، افغان پلاوی به تر هغه په نورو مواردو بحث ته لاړ نه شي، څو چې روانه جګړه نه وي درول شوي او اوربند نه وي شوی.

طالب پلاوي تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې دوو میاشتو په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي ټیمونو تر منځ مذاکرات پیل شوي، خو تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.

څو ورځې وړاندې دواړو لورو خبر ورکړ، چې پر کړنلارې د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره په ۲۱ مادو توافق شوی او ډېر ژر به رسمي خبرې هم پیل شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا ویلي و، چې په مقدمه کې لا هم ستونزې شته چې وضاحت او بحث ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب